یوازې وسلوال مقاومت له سورئې دترکیې او امریکاعسکرشړلی شي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i97986-یوازې_وسلوال_مقاومت_له_سورئې_دترکیې_او_امریکاعسکرشړلی_شي
د سورئې دغو قبایلو همداراز د سورئې د ولسمشر بشار اسد سره دخپلې وفادارۍ پر دوام هم ټينګار کړی او وئيلي دي ،دغه ملاتړ ته هماغه راز دوام ورکوي ، څو دغه هیواد په کرامت اوعزت سره له هغو شرائطو چې پر مونږ تپل شوي دي ،تیر شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 23, 2021 11:32 Asia/Kabul
  • یوازې وسلوال مقاومت  له سورئې دترکیې او امریکاعسکرشړلی شي

د سورئې دغو قبایلو همداراز د سورئې د ولسمشر بشار اسد سره دخپلې وفادارۍ پر دوام هم ټينګار کړی او وئيلي دي ،دغه ملاتړ ته هماغه راز دوام ورکوي ، څو دغه هیواد په کرامت اوعزت سره له هغو شرائطو چې پر مونږ تپل شوي دي ،تیر شي .

المیادین خبری چینل راپور ورکړی ، د سورئې په شمال لویدیځ کې د دیروالزور  ولایت قبایلو پخپل هیواد کې د امریکا او ترکیې له نیواکګرۍ سره دمبارزې په ضرورت او د خپل پوځ  په ملاتړ ټينګار کړی دی .

  د سورئې د  دیرالزور ولایت په زرګونو سوریاوالو قبایلو  له درز اچونې او  تفرقه اچونکو اقداماتو سره  دمقابلې او دقبایلی ملی پال دریځ  داعلانولو په موخې سره ستره غونډه  جوړه کړې  او دیوې اعلامیې په خپرولو سره ئې  د سورئې له خاورې د  امریکائي اوترکیه والو نیواکګرو او د دوي د تالي  څتو د شړلو  یوازینۍ لاره  وسلوال مقاومت بللی  او اعلان ئې کړی دی ،  قبایل  چې ددغه هیواد د اساس اوټاټوبي  برخه دي ، چمتو دي ، څو د پوځ او یوه بل ترڅنګ  د  سورئې  دملت او مځّکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي .

Image Caption