پیزوان یې ګټلو پوزه یې هم وبایلله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i98306-پیزوان_یې_ګټلو_پوزه_یې_هم_وبایلله
زمونږ خبریال وايي په سعودي عربستان کښې یوې ښځې د اتو (۸) لکو ریالو په ارزښت د یوې ځمکې د ترلاسه کولو په بدل کښې خپل خاوند ته د دوهم (۲) واده کولو اجازه ورکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 31, 2021 06:05 Asia/Kabul
  • پیزوان یې ګټلو پوزه یې هم وبایلله

زمونږ خبریال وايي په سعودي عربستان کښې یوې ښځې د اتو (۸) لکو ریالو په ارزښت د یوې ځمکې د ترلاسه کولو په بدل کښې خپل خاوند ته د دوهم (۲) واده کولو اجازه ورکړه .

خو د عربستان دغه میرمنې په خپل نوم د ځمکې په ثبتولو سره له خاوند څخه د طلاق اخیستلو فیصله وکړه .

د سعودي عربستان دغه سړي چې د دوهم () واده  د کولو په بدل کښې یې ځمکه د خپلې میرمنې په نوم ثبت کړي ده ویلي دي له ما سره دوکه شوي ده او نوموړي له وکیل سره سلامشوره کړي ده .

د حقوقي چارو کارپيژاندو د سعودي  عربستان نوموړي سړي ته وویل چې تا په خپلې مرضې سره ځمکه د خپلې میرمنې په نوم ثبت کړي ده او د ستا دغه ادعا چې میرمنې دې  د دوهم (۱) واده د  دوکې ورکولو سره ځمکه په خپل نوم ثبت کړي ده د منلو وړ نه ده .

د سعودي عربستان دغه ښاریز د ځمکې په بایلو سربیره اوس خپله لومړۍ میرمنه هم له لاسه ورکړي ده او د نوي واده کولو خوب یې هم پوره نشو .