پیزوان یې ګټلو پوزه یې هم وبایلله
زمونږ خبریال وايي په سعودي عربستان کښې یوې ښځې د اتو (۸) لکو ریالو په ارزښت د یوې ځمکې د ترلاسه کولو په بدل کښې خپل خاوند ته د دوهم (۲) واده کولو اجازه ورکړه .
خو د عربستان دغه میرمنې په خپل نوم د ځمکې په ثبتولو سره له خاوند څخه د طلاق اخیستلو فیصله وکړه .
د سعودي عربستان دغه سړي چې د دوهم () واده د کولو په بدل کښې یې ځمکه د خپلې میرمنې په نوم ثبت کړي ده ویلي دي له ما سره دوکه شوي ده او نوموړي له وکیل سره سلامشوره کړي ده .
د حقوقي چارو کارپيژاندو د سعودي عربستان نوموړي سړي ته وویل چې تا په خپلې مرضې سره ځمکه د خپلې میرمنې په نوم ثبت کړي ده او د ستا دغه ادعا چې میرمنې دې د دوهم (۱) واده د دوکې ورکولو سره ځمکه په خپل نوم ثبت کړي ده د منلو وړ نه ده .
د سعودي عربستان دغه ښاریز د ځمکې په بایلو سربیره اوس خپله لومړۍ میرمنه هم له لاسه ورکړي ده او د نوي واده کولو خوب یې هم پوره نشو .