د عراق پارلمان د روان کال په اکتوبر میاشت کښې ړنګیږي
فارس خبري اژانس وايي د عراق د پارلمان استازیو د د روان میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په اومه (۷) نیټه د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د پارلمان له ړنګولو سره موافقه وکړه .
د عراق د پارلمان استازیو دغه راز په پرونۍ غونډې کښې د روان میلادي کال بودجه هم تصویب کړه .
د عراق په پارلمان کښې د «الفتح» ائتلاف استازي فاضل الفتلاوي څه موده مخکې ویلي وو د پارلمان استازي به د انتخاباتو په دوسیې کښې د لاسوهنې لپاره د امریکا پلانونه وڅاري .
الفتلاوي په یوې (۱) مرکې کښې د نړیوالې څارنې په پلمه انتخاباتو ته په فني چمتووالیو کښې د ګډون لپاره له ځینو لورو سره د امریکا د سفارت د تماسونو او د هغوې د تحرکاتو د رصد خبر ورکړ .
د عراق د پارلمان یوه(۱) بل استازي بدر حامد عباس هم د هیواد په وارمخکې انتخاباتو کښې د امریکا د لاسوهنې په هکله خبرداری ورکړ او ویې ویل د واشنګټن دغه لاسوهنه د انتخاباتو اعتبار داغي کوي .
د عراق په پارلمان کښې د «صادقون» فراکسیون استازي محمد کریم هم ټینګار وکړ چې عراق په انتخاباتو کښې د هیڅ هیواد مشورې ته ضرورت نلري او په عین حال کښې هیڅوک د انتخاباتو د بهیر په هکله د ملاحظاتو د ثبتولو او د نړیوالې څارنې مخالف نه دی خو دغه چاره باید له نړیوالو معیارونو سره سم په معقول چوکاټ کښې ترسره شي .