په يمن د سعودي حملې مرګ ژوبله رامنځته کړه
خبري سرچينو رپوټ ورکړ، د يمن د شمال په صعده صوبې د سعودي تيريګرو د توپونو په حمله کښې دوه عامه يمنيان ووژل شول او شپږ تنه نور ژوبل شول.
د المسيره په نقل سره د اېرنا د رپوټ له مخې د سعودي فوځ په توپونو سره د يمن د صعده صوبې د منبې ښار په الرقو پوله ايزه سيمه حمله وکړه چې په نتيجه کښې يې يوه يوه ښځه او سړے ووژل شول او شپږ تنه نورو ژوبل شول.
همدارنګ د سعودي ائتلاف جنګي الوتکو د همدغې صوبې په الظاهر ښاريې بمباري وکړه چې د سر او مال د تاوانونو په اړه يې له څه رپوټ نه دے خپور شوے.
سعودی د اماراتو، امريکې، اسرائيلو او څو نورو عربي او لويديځو هېوادونو په ملاتړ او اقتدار ته د مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور د رسولو په بهانه د ۲۰۱۵ ميلادي کال له مارچ راهسې د يمن د خلقو خلاف حملې شروع کړې دي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړۀ او ژوبل شوي او د هېواد روغتونونه ، ښوونځی ، بېخ بنائي تاسيستات او د خلقو کورونه تباه کړې شوي دي . او په ميلينونو يمنيان کډه په سر شوي او اوس هم يمنيان د زمکې ، هوا او سمندر له لوري په محاصره کښې له سختو خوراکي، درملي او د ضرورت وړ نورو څيزونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.سعودي رژيم او د هغه انډيوالان تر اوسه د يمن د خلقو د مقاومت په وجه په دغه هېواد کښې خپلو مقاصدو يعنې اقتدار ته د خپلو لاسپوسو په رسولو کښې نه دي کامياب شوي.