يمن بيا د سعودي په جنوب ډرون حمله وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i98670-يمن_بيا_د_سعودي_په_جنوب_ډرون_حمله_وکړه
د يمن وسله والو ځواکونو وياند وويل؛ يمني ځواکونو د سعودي د جيزان په هوائي اډه کښې د جنګي الوتکو په ځاله ډرون حمله وکړه.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 09, 2021 07:29 Asia/Kabul
  • يمن بيا د سعودي په جنوب ډرون حمله وکړه

د يمن وسله والو ځواکونو وياند وويل؛ يمني ځواکونو د سعودي د جيزان په هوائي اډه کښې د جنګي الوتکو په ځاله ډرون حمله وکړه.

د اېرنا د رپوټ له مخې جنرل يحيی سريع نن سحر په يو ټوئيټ کښې وليکل چې دغې حملې ته په اشارې سره وويل، دا حمله په يمن باندې د سعودي ائتلاف د فوځي تيري او محاصرې په ځواب کښې شوې ده.

سعودي ائتلاف له دې مخکښې په جيزان کښې د يمن  د فوځي او ولسي ځواکونو د يوې ډرون الوتکې د راغورزولو ادعا کړې وه.

سعودی د اماراتو، امريکې، اسرائيلو او څو نورو عربي او لويديځو هېوادونو  په ملاتړ او اقتدار ته د مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور د رسولو په بهانه د ۲۰۱۵ ميلادي کال له مارچ راهسې د يمن د خلقو خلاف حملې شروع کړې دي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړۀ او ژوبل شوي او د هېواد روغتونونه ، ښوونځی ، بېخ بنائي تاسيستات او د خلقو کورونه تباه کړې شوي دي . او په ميلينونو يمنيان کډه په سر شوي او اوس هم يمنيان د زمکې ، هوا او سمندر له لوري په محاصره کښې له سختو خوراکي، درملي او د ضرورت وړ نورو څيزونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

سعودي رژيم او د هغه انډيوالان تر اوسه د يمن د خلقو د مقاومت په وجه په دغه هېواد کښې خپلو مقاصدو يعنې اقتدار ته د خپلو لاسپوسو په رسولو کښې نه دي کامياب شوي.