د بغداد او واشنګټن خبرې اترې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i98682-د_بغداد_او_واشنګټن_خبرې_اترې
په عین حال کی په دغو خبرو اترو کې د عراق حکومت لخوا د امریکایی عسکرو د وتلو موضوع مطرح نه شوه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 09, 2021 11:59 Asia/Kabul
  • د بغداد او واشنګټن خبرې اترې

په عین حال کی په دغو خبرو اترو کې د عراق حکومت لخوا د امریکایی عسکرو د وتلو موضوع مطرح نه شوه

د بغداد او واشنګټن د خبرو اترو دریم پړاو په داسې شرایطو کې پاې ته ورسید چی اساسا له عراقه د امریکایی عسکرو د وتلو غوښتنه مطرح نه شوه .

د بغداد او واشنګټن د خبرو اترو دریم پړاو د شورو په ورځ په ویډیویی کانفرنس توګه او د عراق او امریکا د خارجه وزیرانو فواد حسین او انتونی بلینکن په شتون سره ترسره شو . په اساسی توګه د امریکا او عراق ترمینځ د خبرو اترو د در یو پړاونو د بڼه غوره کیدا اصلی دلیل د امریکایی عسکرو د ویستلو او په داخل کې له عراقی ډلو سره د امریکایی عسکرو د نښتو د زیاتیدا لپاره د عراق دپارلیمان مصوبه وه . په عین حال کی په دغو خبرو اترو کې د عراق حکومت لخوا د امریکایی عسکرو د وتلو موضوع مطرح نه شوه . د امریکا د خارجه وزیر مرستیال جوی هوډ وویل په  دغو خبرو اترو کې عراقی پلاوی له عراقه د امریکایی عسکرو د وتلو غوښتنه نده وړاندې کړی .

د بغداد او واشنګټن دخبرو اترو د دغه پړاو توپیر په دې کې وو چی د لومړی ځل لپاره عراقی لوری د بایډن حکومت له ټیم سره خبرې کولې . د خبرو اترو تیر دوه پړاونه د کاظمی حکومت او ټرمپ حکومت ترمینځ ترسره شوی وو .

په امریکا کې دغه بدلون ته په پام سره د بغداد حکومت هم په دغو خبرو اترو کی بله لاره پرمخ ونیوله او د عسکرو د وتلو باندې د تمرکز پر ځای یې  له امریکا سره په شراکت تمرکز وکړ . د عراق خارجه وزیر فواد حسین د دغو خبرو په پاې کې وویل  د عراق حکومت په ټولو زمینو کې له امریکا سره د شراکت پیاوړتیا او ملګرتیا ته اهمیت ورکوی  او له امریکا غواړو چی د دواړو هیوادونو ترمینځ د موافقو د لاسلیکولو او تفاهم لیکونو له لاری لورو ترمینځ شراکت پیاوړې شی .

دغه شراکت به په اقتصادی ، کتوری ، امنیتی او تعلیمی اړخونو کې وی . حتی په مهم امنیتی او پوځی اړخ کې هم د بغداد حکومت له امریکایی لوری سره د ګډې  ملګرتیا غوښتنه وکړه . فواد حسین په دې اړه هم وویل د عراق او امریکا ټیمونوپه امنیتی زمینه کې  له یوه بل سره په ګډې ملګرتیا ټینګار او اعلان وکړ چی په عراق کی د امریکایی عسکرو شتون له داعش سره په مبارزه کې له امنیتی عسکرود ملاتړ لپاره د عراق حکومت د بلنې په اساس دی او همداراز لوری په دې سلا شول چی دعراقی امنیتی عسکر و په پرمختګ کې د امریکایی او ایتلتاف عسکرو رول حاضر دمه مستشاری او روزنیز شوی نه جنګی .

د موافقې دا مهم اړخ د عراق حکومت له خوا په عراق کی د امریکایی عسکرو د شتون قانونی والې شی  او په عین حال کی لکه څرنګه چی د بغداد حکومت د امریکایی عسکرو د شتون د دوام غوښتونکې دې ، د دغو عسکرو د امنیت د تامینولو دنده هم پرغاړه لری . په حقیقت کې مقرره شوی ده هغه چاوڼۍ چی امریکایی عسکر پکې شتون لری ، عراقی چا،نۍ په نظر کې ونیول شی . په دې اساس دغو موافقو ته په پام سره په هغو مرکزونو چی امریکایی عسکر پکې ځای پر ځای دي ، د عراقی ډلو له لوری هر ډول حمله د عراق د مځکنی بشپړتیا پرضد حمله حسابیږی او یوه داخلی نښته حسابیږی .

د پاې ټکی دا چی د خبرو اترو دغه پړاو نه یوازې په عراق کی د امریکایی عسکرو وضعیت محدود او لړزانه کړې ندې بلکې د حکومت او پارلیمان د پیروی او همداراز په دغه هیواد کې د سیاسی کوټلتیا د نیشتوالی په معنا ده .