د اسرائیلو بن ګوریون هوايي ډګر ته نږدې اور لګیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i99766-د_اسرائیلو_بن_ګوریون_هوايي_ډګر_ته_نږدې_اور_لګیدلی
زمونږ خبریال وايي صهیونیسټ رسنیو په نیواکي فلسطین کښې بن ګوریون هوايي ډګر ته نږدې د پراخ اور د لګیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 02, 2021 11:07 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو بن ګوریون هوايي ډګر ته نږدې اور لګیدلی

زمونږ خبریال وايي صهیونیسټ رسنیو په نیواکي فلسطین کښې بن ګوریون هوايي ډګر ته نږدې د پراخ اور د لګیدا خبر ورکړ .

د صهیونیسټ رژیم دیارلسم(۱۳) ټیلي ويژ نن بن ګوریون هوايي ډګر ته نږدې د پراخ اور د لګیدا خبر  ورکړ او ویې ویل اور وژونکي ډلې د پیښې ځاې ته نږدې له زیتان صهیونیسټ میشته ښارګي څخه د خلکو نورو سیمو ته د انتقالولو په حال کښې دي .

یدیعوت احارانوت صهیونیسټي ورځپاڼې هم په یوه(۱) بیړني خبر کښې د دغه اور او د پیښې ځاې ته د نږدې کورونو خالي کیدا ته په اشارې سره وویل د دغه خبر تر تنظمیدا پورې اور وژونکي ډلې نه دي توانیدلي دي چې اور مړ کړي .

تراوسه د بن ګوریون د هوايي ډګر د اور د لګیدا دلیل نه دی اعلان شوی او نور تفصیل یې هم نشته او یوازې په اینټرنیټ پاڼو کښې د دغه اور لومړني عکسونه د بیا بیا خپریدا په حال کښې دي .

تیره اونۍ هم د نیواکي فلسطین په جنوب کښې په «النقب» دښتې کښې د ډیمونا اټومي بټۍ په شاوخوا کښې د خطرې ټلۍ وهل شوي وې .