-
فلسطیني مبارزانو د صهیونیسټي رژیم دوه ډرون الوتکې نسکورې کړي
Mar 03, 2024 02:49د مهر خبري آژانس د خبر له مخې، د فلسطیني مقاومتي ډلو مبارزانو پرون په یوې بیانیې کې اعلان وکړ چې د دغه کنډک مقاومتي ځواکونو په غزې تړانګه کې د صهیونیسټي رژيم دوه هرمس ۹۰۰ جاسوسي بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړي دي.
-
د اسراییلو او حماس پلاوي په غزه کښې د اوربند په اړه د خبرو لپاره مصر ته سفر کوي
Mar 02, 2024 10:41خبری سرچینو خبر ورکړی چې د صهیونیسټ رژیم او د حماس غورځنګ پلاوی په غزه کښې د اوربند د رامینځته کولو او د بندیانو د تبادلې په هکله د غیر مستقیمو خبرو اترو لپاره د مصر پلازمینې قاهرې ته لاړل.
-
په کورونو باندې د صهیونیسټي رزیم په حمله کښې ۶ نور فلسطینیان شهیدان شول
Mar 02, 2024 08:23د غزې تړانګې د مرکز په «دیر البلح» سیمه هستوګنې سیمې باندې د صهیونیسټي رژیم د حملې له امله ۶ فلسطینیان شهیدان شول.
-
پنټاګون: حوثیانو ۱۵ ځله په سور سمندرګي کې ۱۵ بېړۍ زیانمنې کړي
Mar 02, 2024 04:48د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی چې په سور سمندرګي کې د کړکیچ له زیاتېدو وروسته حوثي ډلې ۱۵ بیړۍ چې سوداګریز توکې یې لیږدول، زیانمني کړي.
-
د فلسطین په الاقصې جومات کې د شل زره نفرو لمونځ ادا کول
Mar 01, 2024 13:08د اشغالګرو ځواکونو له پراخو خنډونو سره سره په مسجد الاقصی کې د جمعې په لمانځه کې ۲۰ زره فلسطینیانو ګډون وکړ.
-
د صهیونیسټي رژیم په برید کې مرستو ته په تمه ۱۰۴ فلسطینیان په شهادت رسېدلي
Mar 01, 2024 02:15په غزه کې روغتیايي چارواکو د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې د غزې ښار ته څېرمه د مرستو په انتظار خلکو باندې د اسرائیلي رژیم په برید کې، ۱۰۴ فلسطینیان په شهادت رسېدلي او ۷۶۰ نور ټپیان دي.
-
د عامو خلګو په کورونو د اسرائیل د رژیم بمبارۍ/ اسرائیل د سلګونو زرو بې ځایه شویو فلسطینیانو وژلو ته ملا تړلې ده
Feb 29, 2024 09:06اسرائیل رژیم په غزې کې د بې ځایه شویو کیمپونو باندې د بمباریو په ترڅ کې تېره شپه د خلګو په کورونو هم پراخې بمبارۍ پیل کړي دي چي د امله یې لسګونه عام وګړي شهیدان شوي دي.
-
د اسرائیل د داخلي امنیت وزیر د الاقصی جومات له مدیریته لیري شو
Feb 29, 2024 07:15د اسرائیل د رژیم د جنګ کابینې تېره شپه په خپله غونډه کې ایتمار بن ګویر چي د دې رژیم د داخلي امنیت وزیر دی د الاقصی جومات له مدیریت څخه لیري کړ.
-
د اوربند د خبرو اترو لپاره د فلسطیني مقاومت ډلو شرطونه
Feb 29, 2024 10:27د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه له صهیونیسټ رژیم سره د مقابلې لپاره د مقاومت په چمتووالی ټینګار وکړ او د اوربند د خبرواترو لپاره یې د فلسطینی ډلو شرطونه روښانه کړي.
-
مقاومتی غورځنګ حماس په جنګ کې له بشپړچمتووالی سره سره په خبرو کې هم نرمښت لري
Feb 29, 2024 02:50اسماعیل هنیه ووئیل، حماس غورځنګ له اسرائیلو سره په خبرواترو کې له خپلې خوا نرمښت ښئ او له دې سره په یووخت د جنګ دوام ته هم بشپړ تیار دی.