په رفح سیمې باندې حمله کښې د صهیونیسټ رژیم جنایتکاره اقدام:-
په رفح ښار کښې د فلسطین د کډوالو په خیمو او د هستوګنې په مرکزونو باندې حمله کښې د صهیونیسټ رژیم جنایتکار اقدام به په نړیواله او سیمه ئیزه سویه د دغه رژيم د جنایتکارو لپاره بیلابیلې پایلې ولري.
صهیونیسټ رژيم په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې په رفح ښار کښې د فلسطیني کډوالو په خیمو او د هستوګنې په څه د پاسه لسو مرکزونو باندې بمبارې وکړې چې له کبله یې د ښځو او د ماشومانو په شمول کابو یوسل نوي فلسطینیان شهیدان او لسګونو نورو ژوبل شول.
د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګونو حماس او جهاد اسلامي په تیرې دوشنبې ورځ په جلا جلا خبر پاڼو کښې د رفح ښار په شمال لویدیځ کښې د صهیونیسټ رژيم د پوځ لخوا د خلکو وژلې ته غبرګون وښود او دغه جنایت یې په دغه ښار باندې د حملو د بندولو د ضرورت په هکله په هیګ کښې دیره د نړیوالې جنايي محکمې د وروستي حکم ښکاره سپکاوی او ورته بې پامۍ وبلله او د امریکا ولسمشر جوبایډن او د هغه حکومت یې د دغه جنایت مسوول وباله.
د فلسطین حماس او جهاد اسلامي غورځنګونو وویل په رفح ښار کښې د کډوالو په کیمپ باندې حملې کښې د صهیونیسټ رژیم له جنایته وروسته په هیڅ ډول خبرو کښې ګډون نه کوي.
د مصر د پوځ عسکرو هم په رفح سرحدي لاره کښې د صهیونیسټ رژیم په پوځیانو ډزې وکړې.
د مصر د باندنیو چارو وزارت د یوه نیواکګر په توګه له صهیونیسټ رژیمه وغوښتل په رفح ښار کښې د پوځي عملیاتو او د نورو اقداماتو په سمدستي ډول د بندولو په هکله د هیګ د نړیوالې جنایي محکمې حکم اجرايي کړي.
په غزې تړانګه کښې د فلسطین د مقاومت ډلو په وړاندې له ماتي خوړلو وروسته د صهیونیسټ رژيم یو پروګرام وحشیانه(څاروي ډوله) او غیرانساني رودو ته مخه کول دي.
صهیونیسټ پوځیانو په تیرو میاشتو کښې په ځلونو ځلونو په غزې کښې د فلسطینیانو د راغونډیدا په مرکزونو حملې کړي دي او د نړیوالو ارګانونو او د ادارو د وینا پراساس دغه جنایتکارانه اقدامات نسل کشۍ ګڼل کیږي.
د صهیونیسټ رژیم مشران د هغو فلسطینیانو د هستوګنو په مرکزونو باندې بریدونو سره چې د صهیونیسټ رژیم د جنګ غوښتنو په نتیجه کښې یې خپل کورونه له لاسه ورکړي دي د غزې تړانګې د وسیدونکو په زوره د کوچولو لپاره د غیرانساني او د سپیرو پلانونو د اجرا کولو هڅه کوي.
صهیونیسټ رژیم دغه راز هڅه کوي چې په سیمه کښې ناامنیانې زیاتې کړي او مصر سره د رفح سیمې د سرحد لرلو ته په پام سره تاوتریخوالي د مصر سرحدي سیمو ته وغځوي.
د غزې تړانګې د تیرو څو میاشتو بدلونونو په ښه ډول ښکاره کړه چې د فلسطین له مقاومت ډلو سره د مقابلې لپاره د صهیونیسټ رژیم د جنایتکاره مشرانو سپیره هدفونه او دسیسې به هیڅ نتیجه ونلري او دغه ډلې به په ډیر اتحاد او کوټلتیا سره له صهیونیسټانو سره مقابله وکړي.
د فلسطین مبارزې ډلې د اغیزشیندونکو او د ډول ډول سټراټيژیو په غوره کولو سره په ښه ډول توانیدلي دي په بیلابیلو جبهو کښې نیواکګرانو ته ماتي ورکړي او د خپلو هدفونو د پرمخ بیولو لپاره د عمل نوښت په لاس کښې واخلي او د جنګ د ډګر اصلي لوبغاړي شي.
د صهیونیسټ رژيم د جنګ کابینه او د دغه رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو په غزې جنګ کښې له پرله پسې ناکامیو وروسته له دړې وړې کیدا او نسکوریدا سره مخ شوی او د فلسطین په بې دفاع ښځو او ماشومانو باندې د صهیونیسټ پوځیانو وحشیانه حملې په غزې جنګ کښې د ناتوانۍ او د استیصال په نتیجه کښې یو اقدام دی.
په رفح ښار کښې د صهیونیسټ رژيم حمله به سیمه ئیزې او نړیوالې پایلې ځان پسې ولري.
په سیمه ئیز اړخ کښې د مقاومت ډلې به په ډير پیوستون سره د صهیونیسټ رژيم پرضد د خپلو حملو لمن پراخ کړي.
په نړیوال ډګر کښې به هم د صهیونیسټ رژيم د بشري حقوقو ضد توره کارنامه او کړچار د دغه رژیم د جنایتکاره مشرانو د محاکمې لپاره شرایط برابر کړي.