پاکستان: د افغانستان طبي فارغان به ثبت نه شي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i176056-پاکستان_د_افغانستان_طبي_فارغان_به_ثبت_نه_شي
د پاکستان طبي او غاښونو شورا (PMDC) ویلي، هغه پاکستاني محصلین چې د افغانستان له طبي پوهنتونونو فارغېږي، په پاکستان کې به د ډاکټرۍ د کار اجازه ترلاسه نه کړي.
(last modified 2026-08-04T01:53:17+00:00 )
Aug 04, 2026 06:21 Asia/Kabul
  • پاکستان: د افغانستان طبي فارغان به ثبت نه شي

د پاکستان طبي او غاښونو شورا (PMDC) ویلي، هغه پاکستاني محصلین چې د افغانستان له طبي پوهنتونونو فارغېږي، په پاکستان کې به د ډاکټرۍ د کار اجازه ترلاسه نه کړي.

د شورا په اعلامیه کې ویل شوي، د افغانستان له طبي پوهنتونونو فارغ شوي کسان به د پاکستان طبي شورا کې ثبت نه شي او د طبابت لپاره به جواز هم ورنه کړل شي.

PMDC ویلي، د افغانستان طبي پوهنتونونه د بهرنیو طبي فارغانو د زده‌کړو نړیوال کمېسیون (ECFMG) د منل شویو ادارو په نوملړ کې شامل نه دي، له همدې امله د دغو پوهنتونونو فارغان د پاکستان د ملي ثبت ازموینې کې د ګډون شرایط نه لري.

شورا له پاکستاني محصلینو غوښتي چې بهرنیو طبي پوهنتونونو ته له داخلېدو مخکې د هغو اعتبار او نړیواله منظوري وڅېړي، څو په راتلونکي کې د مسلکي ثبت او کار له ستونزو سره مخ نه شي.