پاکستان کې د بارانونو له امله ۴ کسان مړه شوي
Aug 04, 2026 06:10 Asia/Kabul
د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د پرلهپسې بارانونو له امله سېلابونه راوتلي، چې له امله یې یې لږ تر لږه ۴ کسان مړه او ګڼې سیمې اغېزمنې شوې دي.
د خیبر پښتونخوا په مانسهره کې د جبوړي سیمې د باراني ویالو د اوبو د زیاتېدو له امله درې زدهکوونکې سییلاب وړي، چې د دوو نجونو مړي وموندل شول او یوه نجلۍ ژوندۍ ژغورل شوې ده.
پولیس وایي، زدهکوونکې له ښوونځي څخه کور ته روانې وې.
په کوهاټ کې هم د باراني ویالې له امله یوه مور او لور مړه شوي او زوی یې ټپي حالت کې ژغورل شوی دی.
بل لور ته په فیصلاباد کې د سختو بارانونو له امله ګڼې لارې تر اوبو لاندې شوې، په جهلم کې هم د بارانونو له امله د لوی ګوا او شاوخوا کلیو ترمنځ یو پل ویجاړ شوی، چې له امله یې د څو کلیو او ښارونو ترمنځ اړیکې پرې شوې دي.
ټیګونه