امریکا د کورونا د وژل شویو حقیقي شمیر نه اعلانوي
فارس خبري اژانس وايي د امریکا د عفوني ناروغیو او د الرژۍ د ملي موسسې مشر انتوني فاوچي حکومت د کورونا ویروس د وژل شویو کسانو په شمیر کښې په ګوتې وهلو تورن کړ .
هغه پرون وویل د امریکا حکومت په هیواد کښې د کورونا ناروغۍ له کبله د وژل شویو کسانو حقیقي شمیر په سم ډول نه اعلانوي .
انتوني فاوچي په دې خبرې سره چې په امریکا کښې د کورونا ویروس له کبله د خلکو د وژل کیدا حقیقي شمیر بې شکه د حکومت لخوا له وړاندې شوي شمیر څخه زیات دی وویل بې شکه د امریکا چارواکي د کورونا ویروس له کبله د وژل شویو کسانو په شمیر کښې د ګوتو د وهلو په حال کښې دي .
امریکا همدا اوس په کورونا ویروس د خلکو د ککړیدا او د وژل کیدا له نظره د نړۍ د هیوادونو په سر کښې ده .
په رسمي ډول ویلي شوي چې په امریکا کښې د کورونا له کبله پینځه لکه یواتیا زره (۵۸۱۰۰۰) کسان د کورونا له کبله مړه شوي خو د واشنګټن پوهنتون مطالعاتو چې په تیرې پنجشنبې ورځې خپاره شول وویل په دغه هیواد کښې د کورونا له کبله څه د پاسه نهه لکه کسان وژل شوي دي .