صهیونسټان د مقدس قهر په لمبو کښې ګیر شوې دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i100280-صهیونسټان_د_مقدس_قهر_په_لمبو_کښې_ګیر_شوې_دي
د ایران د وسله والو ځواکونو لوې دستیز د فلسطین د مسئلې د هواري لپاره د یو پیاوړي سټراټیجک ائتلاف په جوړیدو ټینګار وکړ او ویې ویل: غاصب صهیونیسټان به د مقاومت د جبهې د سپيڅلي قهر د اور په لمبو کښې وسوځوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 14, 2021 01:05 Asia/Kabul
  • صهیونسټان د مقدس قهر په لمبو کښې ګیر شوې دي

د ایران د وسله والو ځواکونو لوې دستیز د فلسطین د مسئلې د هواري لپاره د یو پیاوړي سټراټیجک ائتلاف په جوړیدو ټینګار وکړ او ویې ویل: غاصب صهیونیسټان به د مقاومت د جبهې د سپيڅلي قهر د اور په لمبو کښې وسوځوي.

د ایران د وسله والو ځواکونو لوې دستیز د فلسطین د مسئلې د هواري لپاره د یو پیاوړي سټراټیجک ائتلاف په جوړیدو ټینګار وکړ او ویې ویل: غاصب صهیونیسټان به د مقاومت د جبهې د سپيڅلي قهر د اور په لمبو کښې وسوځوي.

سردار جنرال محمد باقري پرون د یو پيغام په صادرولو سره د صهیونیسټي رژيم د وروستیو جنایتونو په غندلو سره زیاته کړه: په نیوکي ټاټوبي او قدس شریف کښې د ظالم او ماشوم وژونکي صهیونیسټي رژیم روان وحشي ډوله جنایتونو او په خاورو او وینو کښې د فلسطین د بې ګناه، مظلومو او مقاومو روژتي خلکو لغړول کیدو د نړیوالو په تیره بیا د اسلامي امت سخت غم او خفګان راپارولی دی.

د دغه پیغام په دوام کښې راغلي دي: بې شکه چې د منحوس صهیونیسټي رژيم جنایتکاره اقدامات د فلسطین د مظلوم ولس د لازیات اتحاد او په مقاومت او اودریدنې باندې یې د لازیات ایمان او د فاینل بریالیتوب لپاره یې د لاپياوړي کیدو سبب شوي دي او د فلسطین مظلوم خلک او ټول مسلمان ولسونه به له غاصب صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د ښه کولو په لړ کښې د ځینو عربو حکومتونو خباثت او خیانت هیڅکله هیر نه کړي.

د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز په دغه پيغام کښې د بشري حقوقو د ډیرو مدعیانو له مرګونې چپتیا او له دغو جنایتونو د جنایتکارې امریکې له ملاتړه د خواشینۍ په ښودلو سره له مسلمانانو او اسلامي حکومتونو او هم د ولسونو په حقوقو له ژمنو سیمه ایزو او نړیوالو سازمانونو وغوښتل چې د اسلامي نړۍ د ګډې مسئلې په توګه د فلسطین د ستونزې د هواري لپاره د یو سټراټیجک او حقیقي مقتدر ائتلاف په جوړولو سره په دې ډګر کښې خپله انساني، شرعي او تاریخي دنده پوره کړي.

د دغه پیغام په دوام کښې صهیونیسټي رژیم او د هغه ملاتړو په تیره بیا سترې شیطانې او ترهګرې امریکې ته خبرداری ورکړی شوی دی چې د اسلامي مقاومت جبهې او د مقاومت د لارې د شهیدانو کار ته دوام ورکونکو د فلسطین او بیت المقدس د آزادۍ او د سیمې او مقدسې خاورې له جغرافیا څخه د صهیونیسټي رژیم د جوتې ختمیدنې لاره هواره کړې ده.