امریکا او اروپايي اتحادیې د اسرائیلو د جنایتونو ملاتړ وکړ .
https://parstoday.ir/ps/news/world-i100304-امریکا_او_اروپايي_اتحادیې_د_اسرائیلو_د_جنایتونو_ملاتړ_وکړ_.
زمونږ خبریال وايي د امریکا د ولسي جرګې کانګرس مشرې میرمن نانسي پیلوسي د فلسطین د خلکو په حقوقو باندې سترګو پټولو سره د فلسطین د بې دفاع خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو ملاتړ وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 14, 2021 08:16 Asia/Kabul
  • امریکا او اروپايي اتحادیې د اسرائیلو د جنایتونو ملاتړ وکړ .

زمونږ خبریال وايي د امریکا د ولسي جرګې کانګرس مشرې میرمن نانسي پیلوسي د فلسطین د خلکو په حقوقو باندې سترګو پټولو سره د فلسطین د بې دفاع خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو ملاتړ وکړ .

نانسي پیلوسي د فلسطین د  بې دفاع خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم وروستیو ظلمونو او جنایتونو ته له  اشارې کولو پرته وویل واشنګټن له اسرائیلو سره ډیرې پیاوړي اړیکې لري او د صهیونیسټ رژیم امنیت د امریکا ملي امنیت ګڼل کیږي .

دغه راز د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسول جوزپ بورل هم د صهیونیسټ رژيم له همڅنګ  «ګابي اشکنازي» سره په ټیلي فوني تماس کښې د فلسطین د بې دفاع خلکو پرضد د اسرائیلو رژیم د جنایتونو ملاتړ وکړ .

له اسرائیلو د امریکا او د اروپايي اتحاديې د پټو سترګو ملاتړ په داسې حال کښې دی چې ډیرو هیوادونو او د بشري حقوقو د څارونکي موسسې په شمول د بشري حقوقو په زمینه کښې  فعالو نړیوالو ادارو د فلسطین د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم سیاستونه او اقدامات توکمپاله بللي دي او هغې یې مردود ګڼلي دي .