چین د امریکا په خنډونو جوړولو سخته نیوکه وکړه
ایرنا خبري اژانس وايي د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې «هوا چون اینګ » د فلسطین او د صهیونیسټ رژیم ترمینځ د مینځګړیتوب لپاره د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د امریکا کارړنګونې ته په غبرګون کښې وویل واشنګټن په یوازې ځان د اسرائیلو او د فلسطین حالاتو ته په غبرګون کښې د امنیت شورا غږ غلی کړ او یوځل بیا د نړیوالې ټولنې مخ ته ودریدله .
په نیواکي ټاټوبو کښې د نښتو له زیاتیدا وروسته چین د ملګروملتونو د امنیت شورا د پړاویز مشر په توګه په روانې مي میاشت کښې د فلسطین او د اسرائیلو ترمینځ د مینځګړیتوب او په امنیت شورا کښې د دوو (۲) بیړنیو غونډو د جوړولو لپاره خپله ټوله هڅه وکړه خو په نهایت کښې د امریکا د کارړنګونې په دلیل امنیت شورا هیڅ غبرګون ونه ښود .
د چین د باندنیو چارو د وزارت ویاندې هوا چون اینګ پرون په خبري کانفرنس کښې وویل امریکا ولې باید داسې کار ترسره کړي ؟
هغې وویل امریکا په ځلونو ادعا کړي ده چې د مسلمانانو حقوقو ته اهمیت ورکوي خو اوس چې یوځل بیا د اسرائیلو او د فلسطین ترمینځ جنګ پیل شوی او ډیر فلسطیني مسلمانان کړیږي امریکا د مسلمانانو د ژوند په سختو شرایطو باندې په سترګو پټولو سره د هغوې د حالت د ښه کیدا مخه نیسي .
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هوا چون اینګ زیاته کړه په دغو شرایطو کښې امریکا او د بریتانیا او د جرمني په شمول ځینو نورو هیوادونو د سیاسي تعصباتو او د دروغو پراساس ملګري ملتونه د شین جیانګ(سین کیانګ ) د مسلې په هکله د بې معنا غونډو د ترسره کولو وسیله ګرځولي ده چې دغه چاره یوه (۱)سیاسي مسخره ده .
هغې په دغه پوښتنې سره چې له دغه کار څخه د امریکا هدف څه دی ؟ وویل امریکا باید دغه خبره درک کړي چې د فلسطین د مسلمانانو ژوند هم د نړۍ د نورو مسلمانانو په اندازه ارزښت لري .