امریکا د اسرائیلو د جنایتونو ملاتړ وکړ
فارس خبري اژانس وايي د امریکا دفاع وزیر له صهیونیسټ رژیمه د واشنګټن د ملاتړونو په لړ کښې د فلسطین د خلکو پرضد د اسرائیلو جنایتونه د ځان دفاع وبلله .
د امریکا دفاع وزیر لوئید اسټین نن سهار د صهیونیسټ رژيم له جنګ وزیر بني ګانټز سره په ټیلي فوني خبرو کښې په دې ادعا سره چې تل ابیب حق لري د ځان دفاع وکړي وویل په اسرائیلو باندې د حماس او د نورو ترهګرو ډلو حملې په کلکه غندو .
د امریکا دفاع وزیر په داسې حال کښې د فلسطین د مقاومت ډلې ترهګرې ګڼي چې صهیونیسټ رژیم له تیرې دوشنبې ورځې راهسې تراوسه د فلسطین په ملکي وګړو باندې حملو ته دوام ورکړی دی .
د امریکا دفاع وزارت پینټاګان په یوې (۱) بیانیې کښې د دغه ټیلي فوني تماس په هکله ادعا وکړه دفاع وزیر لوئید اسټین د اسرائیلو او د فلسطین ترمینځ د ارامښت د ټینګیدا پرضرورت ټینګار وکړ .
له دې مخکې د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش یوازې د فلسطین په غزې تړانګې کښې د فلسطیني کډوالو په کیمپ باندې صهیونیسټ رژیم په حملو باندې د اندیښنې په څرګندولو باندې په بسنې سره ویلي وو په ملکي وګړو او د رسنیو په دفترونو باندې هرډول حمله د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ ده .
د فلسطین په غزې تړانګې باندې په هراړخیزه حملو باندې د صهیونیسټ رژيم د ټینګار په دوام سره د اوربند د ټینګیدا لپاره د ډيرو هیوادونو هڅې ناکامه پاتې دي .