متحده عربي اماراتو د فلسطین د خلکو په مری ګوزار کړی
ایرنا خبري اژانس وايي د فلسطین د ازادۍ ولسي جبهې د متحده عربي اماراتو د خارجه وزیر د وینا په غندلو سره وویل د اماراتو حکومت له جنایتکار صهیونیسټ رژيم سره د خپلو اړیکو د عادي کولو په دوام سره د فلسطین د خلکو او د عربي امت په مری باندې د خائنانه خنجر ګوزار کړی دی .
د فلسطین د ازادۍ ولسي جبهې نن په یوې (۱) خبرپاڼه کښې ټينګار وکړ د فلسطین په هکله د متحده عربي اماراتو د خارجه وزیر عبدالله بن زاید ال نهیان وینا یوځل بیا له صهیونیسټ رژیم د ابوظهبۍ دسیسه ایشوا کړي ده .
د متحده عربي اماراتو خارجه وزیر ال نهیان په تیرې جمعې ورځ په هغه څه باندې د اندیښنې په څرګندولو سره چې په فلسطین او نیواکي ټاټوبو کښې یې د تاوتریخوالي سختیدل وباله په وروستیو جنګونو کښې وژل شویو صهیونیسټي کورنیو ته چې هغوې یې قربانیان بللي وو تسلیت ووایه .
د متحده عربي اماراتو د خارجه وزیر دغه وینا په داسې حال کښې ده چې په تیرو څو ورځو کښې نړیوالې ټولنې په یوه(۱) خوله په غزې تړانګې باندې د قدس د نیواکګر رژيم حملې او د ملکي وګړو وژله په کلکه غندلي ده .