صهیونیسټي رژیم د فلسطینیانو خلاف فاسفورسي بمونه استعمالوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i100440-صهیونیسټي_رژیم_د_فلسطینیانو_خلاف_فاسفورسي_بمونه_استعمالوي
د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت د فلسطین په هکله د امنیت شورا په غونډې کښې د امریکې په خنډ اچونو باندې په نیوکې سره وویل: صهیونیسټي رژيم جنګي جنایتونه ترسره کړي دي او د غزې د اوسیدونکو خلاف یې حتی له فاسفورسي بمونه کار اخیستی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 18, 2021 02:11 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي رژیم د فلسطینیانو خلاف فاسفورسي بمونه استعمالوي

د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت د فلسطین په هکله د امنیت شورا په غونډې کښې د امریکې په خنډ اچونو باندې په نیوکې سره وویل: صهیونیسټي رژيم جنګي جنایتونه ترسره کړي دي او د غزې د اوسیدونکو خلاف یې حتی له فاسفورسي بمونه کار اخیستی دی.

د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت د فلسطین په هکله د امنیت شورا په غونډې کښې د امریکې په خنډ اچونو باندې په نیوکې سره وویل: صهیونیسټي رژيم جنګي جنایتونه ترسره کړي دي او د غزې د اوسیدونکو خلاف یې حتی له فاسفورسي بمونه کار اخیستی دی.

د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو خارجه وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کښې په امنیت شورا کښې د امریکې دریځ چې د دغه هیواد د ولسمشر جوبایډن د سیاسي شعارونو په اپوټه دی، وغنده.

د فلسطین د بهرنیو چارو د وزارت په بیانیه کښې راغلي دي: د امنیت شورا مسئول چارواکي د یو نیواکګر قدرت په توګه د اسرائیلو د رژیم اقدامات د ځان دفاع نوموي خو آیا دا بوږنونکي جنایتونه، د ماشومانو وژل او په فلسطینیانو باندې د هغوي د کورونو ورانول، د ځان دفاع ده؟