د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د احیاء لپاره موافقه کیدونکي ده
د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دګډ کمیشن اروپائي غږملونکي آنریکه مورا هم ددغو خبرواترو له ختمیدا وروسته وئيلی دي ،بشپړ ډاډ لري چې دغه نهائي موافقه به ترلاسه شي .
فارس خبری آژانس راپور ورکړی، په ویانان کې په نړیوالو اورګانونو کې دروسیې سفیر میخائيل اولیانوف دجامعې نړیوالې ايتمي موافقې د ګډکمیشن له بیګانۍ غونډې وروسته وئیلي دي ،ددغې نړیوالې ایټمی موافقې غړو په دغې ناستې کې یادونه کړې ، چې د پام وړ پرمختګونه شوي او دنړیوالې ایتمي موافقې د احیاء لپاره موافقه ترلاسه کیدونکي ده .
اولیانوف ددې خبرې په کولو سره چې په ویانا کې به دغه غونډه په راتلونکي اونۍ کې بیا ترسره شي ، هیله ښودلې ، دآسټریا په پلازمینې ویانا کې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دخبرواترو پنځم پړاؤ نهائي شي .
د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دګډ کمیشن اروپائي غږملونکي آنریکه مورا هم ددغو خبرواترو له ختمیدا وروسته وئيلی دي ،بشپړ ډاډ لري چې دغه نهائي موافقه به ترلاسه شي .