د دنیا په نقشې نوی فلسطین په انځوریدا دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i100534-د_دنیا_په_نقشې_نوی_فلسطین_په_انځوریدا_دی
د ایران په نطنز ایټمي تاسیساتو کې د وحشي صهیونیسټي رژيم  له ورانکارۍ وروسته ،  د دوي د توغندیو جوړونې کارخانه تباه شوه ، د حیفا چاڼځاي  وچاودید او د رافائل په نامې سره ترټولو ستر دفاعي کمپلیکس ئې هم  د اوور د لمبو ښکار شو  اودا ښئ چې  د جنایتکار صهیونیسټي رژيم  امنیت له بې پایانه ناکامیو سره مخامخ شوی دی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 20, 2021 05:24 Asia/Kabul
  • د دنیا په نقشې نوی فلسطین په انځوریدا دی

د ایران په نطنز ایټمي تاسیساتو کې د وحشي صهیونیسټي رژيم  له ورانکارۍ وروسته ،  د دوي د توغندیو جوړونې کارخانه تباه شوه ، د حیفا چاڼځاي  وچاودید او د رافائل په نامې سره ترټولو ستر دفاعي کمپلیکس ئې هم  د اوور د لمبو ښکار شو  اودا ښئ چې  د جنایتکار صهیونیسټي رژيم  امنیت له بې پایانه ناکامیو سره مخامخ شوی دی .

زمونږخبریال راپور راکړ ، دایران د اسلامی انقلاب  د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان  سردار حسین سلامي  پرون  د فلسطین دمظلوم ولس په ملاتړ کې د تهران د خلکو  دغونډیداپه ځاي کې  ددې خبرې په کولو سره چې  فلسطین درسته اسلامی نړۍ ده  او اوس د فلسطین بیرغ د امریکائي  او اروپائي ټاټوبو په مینځ کې هم رپیږي ، روښانه کړې ده ، د اسلامی امت په مړي کې  دمقاومت اودریدا روح بیرته  پوو شوی دی  او قدس  نن سبا ، د هغو هیوادونو په پلازمینو کې چې  د اسرائيلو ملاتړي رژيمونه دي ،ځلیږي .

 سردار سلامي په دې خبرې په ټینګار سره چې  صهیونیسټي رژيم  له ډيرو زیاتو ماتو او ناکامیو سره مخامخ شوی دی ، وئيلي دي ،همدااوس  په نیواکي ټاټوبو کې   د صهیونیسټانو لپاره هیڅ  ځاي په امن کې پاتې نه دی  او هغه څه چې پرې تکیه کوي ، د مقاومت د  توغندیو دپراخو یرغلونو په وړاندې بې وسه  دي .  د اسلامی انقلاب دساتندویه ځواک قوماندان  ددې خبرې په کولو سره چې  صهیونیسټان تسلیم شوي دي او  هیڅوک ورسره مرسته نشي کولی ، وئيلي ، ددې نښه  له نیواکي سیمو څخه د امریکایانو د لومړنۍ ډلې وتل وو او وې ښودله چې  امریکایان هم  د  اسرائيلیانو  مرسته نشي کولی .  هغه دغه راز زیاته کړې ده ،  د ایران په نطنز ایټمي تاسیساتو کې د وحشي صهیونیسټي رژيم  له ورانکارۍ وروسته ،  د دوي د توغندیو جوړونې کارخانه تباه شوه ، د حیفا چاڼځاي  وچاودید او د رافائل په نامې سره ترټولو ستر دفاعي کمپلیکس ئې هم  د اوور د لمبو ښکار شو  اودا ښئ چې  د جنایتکار صهیونیسټي رژيم  امنیت له بې پایانه ناکامیو سره مخامخ شوی دی .

Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption