د تهران اوځينی نوره نړیوالې نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i100678-د_تهران_اوځينی_نوره_نړیوالې_نننۍ_ورځپاڼې
د  تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې  له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په پيل کې درته د تهران او ورپسې هم  ځيني نوره نړیوالې  ورځپاڼې چې  د افغانستان په اړه ئې لیکنې کړي ،هم درسره شریکې کوو،نو پام ورته وکړئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 23, 2021 09:00 Asia/Kabul
  • د تهران اوځينی  نوره نړیوالې نننۍ ورځپاڼې

د  تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې  له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په پيل کې درته د تهران او ورپسې هم  ځيني نوره نړیوالې  ورځپاڼې چې  د افغانستان په اړه ئې لیکنې کړي ،هم درسره شریکې کوو،نو پام ورته وکړئ .

  دا هم د تهران چاپ کیهان ورخپاڼه ده چې پخپل  انټرنیټي سایټ  کې ئې نن لیکلي دي،د ایران او ایټمي انرژۍد نړیوال آژانس ترمینځ د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د بشپړ اجرا او د ژمنتیاؤ دپوره کولو لپاره دشوي موافقې درې میاشتنی نیټه پاي ته رسیدلې او د نړیوالې ایټمي موافقې  دژمنتیاؤ د پوره کولو او اجرا کولو د منظمولو په خاطر په ویانا کې د ایران او ۴+۱ډلې د غړوهیو ادونو د استازو د ګډکمیشن غونډه هماغه راز  د شکونو په شپول  کې ده .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،د صهیونیسټ رژيم د جنګي الوتکو یوه پیلوټ  ایشوا کړ ې ده ،  په غزې کې  دهستوګنې پر ودانیو  د دوي حملې او بمبارۍ د ناکامۍ له هغه احساس سره دمقابلې په خاطر کیدې چې  د دغه رژيم پر پوځیانو ئې دروند سیوری غوړولی ؤ .

ورځپاڼه بیا لیکلي ، وحشي  او تیریګر صهیونیسټي رژيم  په سیف القدس جګړې کې  د مقاومتي چورلیز د ډلو په وړاندې ډيره درنده او بده ماته خوړلې ، دا د مقاومتي ډلو   ادعا نه ،بلکې د  لویدیځي خبری سرچینو غټ سرټکي دي .

په عراق کې  د انتخاباتو د بیرته ځنډولو لپاره  د ځینوسیاسی نفوذ لرونکو بهیرونو خوځښتونه  او ج ته په رسیدا دي .

د امریکا د پولیسو په لاس د تورپوستي  جارج فلویډ له وحشي ډوله وژلې  کابو یو کال وروسته دیوې شوي نظر غوښتنې نتیجې  ښئ چې د امریکا شپیته فی صده خلک ؛توکمپالنه :  په دغه هیواد کې یوه جدي ستونزه ګڼي .

د  روغتیا نړیوالې ادارې د احصایو یوه مسئول مقام  په نړۍ کې د کورونائي قربانیانو شمیر واقعي شمیر د اوسنیو رسمي شمیرنو څخه  کابو درې برابره زیات  ښودلی ،یعني   دکورونائي بحران د قربانیانو شمیر له شپږو تر اتو میلیونو مړینو پورې اټکل شوی دی .

د سورئې  د ولسمشرۍ دانتخاباتو  درائ اخستنې په لاره کې  د ځينو هیوادنوو له خنډ جوړونې سره سره ، سوریاوالو ښاریزو  ددغه هیواد په مختلفو  ولایتونو کې  په غونډ، او لاریونونو سره  د ولسمشرۍ  د انتخاباتو له ترسره کیدا خپل بشبړ ملاتړ اعلان کړی دی .

  دا هم د تهران  چاپ ابرار ورځپاڼه ده چې  پخپلې نننۍ ګڼې کې  ئې لیکلي دي ،   اسلامی انقلاب معظم لارښود او دمسلمانانو ولی امر حضرت آ یت ا... العظمی سید علی خامنه اي فرمائيلي  دي ؛د فلسطین د غزې د مظلوم ولس دغه څو ورځو سخت  امتحان  د فلسطین ملت سرلوړی  او بریالی کړ.

داپه داسې حال کې دي  چې  د  اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار حسین سلامي په ډاګه وئیلي  دي ،سپاه پاسداران به  تل په شان  دفلسطین دمظلوم ملت ترڅنګ ولاړ وي .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي،په ویانا کې دیره په نړیوالو اورګانونو کې  دروسیې سفیر او دایمي استازي میخائيل اولیانوف  وئیلي دي ،په ویانا کې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د  غړو هیوادونو روانې خبرې اترې به په زیات احتمال سره تر جون پورې نهائي شي  او ممکنه ده ددغو خبرو اترو په پاي کې د ایران له خوا دیورانیمو دشپیتو فیصدي پخولو  چارې هم ودریږي.

په لبنان کې د حکومتي کابینې دجوړیدا  شخړه یو ځل بیا د شکونو په شپول کې ورغلې او وئیل کیږي ، که تر راتلونکو څو ورځو کې سعد حریري  دنوي کابینې د جوړولو په تکل کې بریالی نه شو، نوممکنه ده ولسمشر میشل عون  د حکومتي کابینې جوړولو کار بل چا ته وسپاري .

د سورئې په الحسکه او دیرالزور ولایتونو کې  د دغه هیواد پوځ او د مقاومتي چورلیز ځواک  په پاکونکو عملیاتو کې دتکفیري ترهه ګرو یو شمیر نور پټنځایونه  تباه کړي او د دوي ځیني پوځي تجهیزات او  وسایل  هم  ولجه کړي دي .

 د افغانستان  دپوځي ځواک او وسلوالوطالبانو ترمینځ په ځينو سیمو کې اخ وډب هماغه راز په زیاتیدا دی  او دا عام خلک دي ، چې ددغو شخړو اوجنګونو قرباني کیږي ،دا په داسې حال کې دي چې  وسلوال طالبان له یوه پلوه د سولې او ثبات خبرې کوي او بل پلوه ئې  په درست هیواد کې  خپلې وسلوالې حملې او تاؤتخریوالي  هم زیات کړي دي .

 د پاکستان  او افغانستان ترمینځ  له شمالی وزیرستان سره نزدې په یوې پوله ایزې سیمې کې د افغانستان له خاورې  ترهه ګرو د پاکستاني پوځیانو پر پستو برید کړی ، چې وئيل کیږی  یوشمیر کسانو ته ئې مرګ ژوبلې هم اړولی دي .

 دهندوستان ځينو سرچینو وئیلي دي ،په  دغه هیواد کې د کرونائي بحران له هماغه پیله  تر دې دمه په درست هیواد کې  کابو یو زر دوه سوه متخصص او فعال ډاکټران هم د کرونا ویروس قرباني شوي دي .

  دا هم د تهران چاپ جام جم ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلی دي ، دایران داسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف  د پارلیماني غونډې  په یوې برخې کې وئيلي دي ، اسلامی امت  دوحدت او یووالي په سیوري کې پر صهیونیسټي وحشي رژيم بریالی شو .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ، دایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس مشر رافایل ګروسي  نیّت لري،  نن ناوخته  د ایران د ایټمی پروګرام په باب دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې د راتلونکي په باب مهم خبری کنفرانس ترسره کړي ،باید ووئيل شي ، چې د ایران او  د ایټمي انرژۍ دنړیوال آ ژانس  دمشر  ترمینځ د نړیوالې ایټمي موافقې د  بشبړ اجرا او د  لورو د ژمنتیاؤ دپوره کیدا په باب درې میاشتنۍ موافقه شوي وه چې نیټه ئې  هم  پاي ته رسیدلې ده . 

دعراق  ځاي سرچینو وئيلي دي ،نن سهار ددغه هیواد په جنوب ختیځ د امریکائي پوځيانو د لوجیسټکي کاروان په لاره کې دوې بم چاودنې شوي دي ،البته د احتمالي مرګ ژوبلو  په باب ئې د خبر ترمخابیره کیدا پورې څه نه دي وئيلي . 

د سورئې سانا رسمي خبري آژانس راپور ورکړی ،د امریکائي نیواکګرو پوځیانو په لاس  یوځل بیا  ددغه هیواد غنمو ګودامونه غلا شوي دي .

د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ مرستیال  شیخ نعیم قاسم وئيلی دي ،کله چې اسرائيل  په یوې جبهې کې کوم بریالیتوب نه شي ترلاسه کولی ، نو  له مقاومتي چورلیز سره په څو جبهو کې جنګیدلی شي ؟

داپه داسې حال کې دي چې  دصهونیسټانویوې ورځپاڼې لیکلي دي ،پر نیواکي ټاټوبو دمقاومتي ډلو  دتوغندیو اټکل شوي تاوانونه  په ورځې کې  اته میلیون ډالر اټکل شوي دي .

د فلسطین  داسلامی جهاد غورځنګ دپوځي څانګې القدس کنډکونو ویندوي ابوحمزه له فلسطیني ملته د اسلامی ایران  دبشپړ ملاتړ په قدرونې سره وئيلی دي ، دمقاومتي ډلو په ستر بریالیتوب کې  ایران بشپړ شریک دی.

د یمن په چارو کې د امریکا ځانګړي استازی د متحده عربی اماراتو له له ډيپلوماټيک سلاکار سره په کتنې کې په یمن کې د جنګ دختمولو او ددغه هیواد دوروستیو حالاتو په باب  په خبرو  کې  له هغه ددغه جنګ دختمولو غوښتنه کړې ده .

د لیبیا  د مالی چارو وزیر  ددغه هیواد د کنډواله شوي تاسیساتو  او دتیلی پلیټ فارمونو د بیرته جوړولو  لګښت یوسل شل میلیارډ ډار اعلان کړی دی.

*******************************************

 اوس هم راګرځو ځينو نړیوالو ورځپاڼو ته چې د افغانستان د  وروستیو  بدلونونو  په باب ئې ځيني مقالې لیکلی دي ،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .

ایپاک ټایمز Epoch Times ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په حال کې د بې ثباتۍ یو حالت حاکم شوی او د نړۍ قدرتونه دغلته دخپل نفوذ پیدا کولو په هڅه کې دي.

ایپاک ټایمز چې په نیویارک کې د یوې لویې  چینل  ایپاک میډیا ګروپ یوه څانګه ده، دکارپوهانو په حواله وايي، د افغانستان د سولې بهیرپه دې پورې تړلی چې د نړۍ قدرتونه یې په اړه همکارۍ کوي که سیالۍ.

له افغانستانه د ټولوبهرنیو ځواکونو د وتلو نېټې ته کابو څلور میاشتې پاتې دي،همدې څلورو میاشتو کې د نړۍ او سیمې قدرتونه په دې بحثونه کوي چې له افغانستان سره ئې راتلونکې سیاسي اړیکې څه ډول وي؟

ورځپاڼې د مینځني ختیځ د خپلواک تحلیلګر حمید ابراهیم په حواله لیکلي، د افغانستان ناورین سیمه ییزې ریښې لري او حل لاره ئې هم باید سیمه کې ولټول شي.

دغه تحلیلګر ورځپاڼې ته ویلي، که ځيني سیمه ایز هیوادونه د طالبانو مالي او پوځي ملاتړ بند او یوه سیاسي جوړ جاړي ته هڅې وکړي، نو په داسې بڼه کې کې کولای شي پر طالبانو او افغان حکومت د سولې په هدف فشار راوړي.

مطلب کې وړاندې راغلي، کله چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، نارامۍ به نورې هم ډېرې شي.د ایپاک ټایمز سپارښتنه دا ده چې که طالبان له یوه پوځي قدرته په سیاسي قدرت بدل شي، دا به یو مثبت ګام وي.

=     میلیټري ټایمز::   له امریکا خپرېدونکې میلیټري ټایمز ورځپاڼې بیا پر دې اندېښنې یوه لیکنه خپره کړې چې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تجهیزات ممکنه ده  د طالبانو لاس ته ورشي.

ورځپاڼې په عراق کې ورته تجروبې ته اشاره کړې او لیکلي یې دي، کله چې امریکایي ځواکونه له دغه هېواده ووتل، د دوی یو شمېر موټر او تجهیزات د   داعش ډلې وګړو ته په لاس ورغلل.

ورځپاڼې د ځینو امریکایي قانون جوړونکو اندېښنې هم را اخیستي چې ویلې یې دي، له افغانستانه د دوی د ځواکونو له وتلو وروسته ځینې مهمې مسالې ګونګې پاتې دي.

افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د ژباړونکو بې برخلیکه پاتې کېدل او راتلونکې کې د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکایي ځواکونو جګړه ، هغه څه دي چې د امریکا قانون جوړونکو ګونګ موضوعات بللي.