د حضرت امام جعفر صادق(ع) د شهادت په مناسبت تسیلیّت ومنئ
د تهران ریډیو درست کارکونکي دحضرت امام جعفر صادق علیه السلام دشهادت د کلیزې په مناسبت داهل بیت علیهم السلام د رستو مینه والو ته دزړه له کومې تسلیّت وائي .
د شوال د میاشتې پنځه ویشتمه نیټّ د اسلام د ګران پیغمبر د یوه پاک لمسي او د امامت د آسمان شپږم ځلانده ستوري حضرت امام حعفر صادق علیه لاسلام د شهادت کلیزه ده چې په دې مناسبت په درستې نړۍ په تیره په درست اسلامی ایران کې روغتیائي پروټوکولونو ته په پام سره د ویر او ماتم دستورې جوړیږي او داهل بیت علیهم السلام مینه والو د اهل بیت علیهم السلام له سیرته زړونه خړوبه کوي .
هغه مهال چې اسلامی ضد او ورانکار افکار د سوچه اسلام په لاره کې ستره خطره وه ، حضرت امام جعفر صادق علیه السلام پخپل علمي مجاهدتونو سره د اسلامی ضد افکارو د خوریدا مخنیوی وکړ او د سوچه اسلام دخوریدا په لاره کې ډير کړاؤنه او زیارونه ګاللي څو د حقیقت په اساس دسوچه اسلام او دینی عقلانیّت بنسټ کیږدي . د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام خبرو او مناظرو دهغه بزرګوار په استدلال او منطق او دینی شبهاتو اوشکمنو چارو ته په ځواب ورکونې سره ، د مکتب تشیَع او سوچه اسلام په احیاء کې ډير مهم رول لوبولی دی
د تهران ریډیو درست کارکونکي دحضرت امام جعفر صادق علیه السلام دشهادت د کلیزې په مناسبت داهل بیت علیهم السلام د رستو مینه والو ته دزړه له کومې تسلیّت وائي .