ملګروملتونو د افغانستان په حالاتو اندیښنه وښودله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i102202-ملګروملتونو_د_افغانستان_په_حالاتو_اندیښنه_وښودله
زمونږ خبریال وايي د ملګروملتونو ویاند اسټفان ډوژاریک په افغانستان کښې د انساني او د امنیتي حالاتو په خرابیدا اندیښنه څرګنده کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 26, 2021 08:18 Asia/Kabul
  • ملګروملتونو د افغانستان په حالاتو اندیښنه وښودله

زمونږ خبریال وايي د ملګروملتونو ویاند اسټفان ډوژاریک په افغانستان کښې د انساني او د امنیتي حالاتو په خرابیدا اندیښنه څرګنده کړه .

هغه وویل د طالبانو د حملو زیاتیدل او د دغه ډلې لخوا د ډیرو ولسوالیانو نیول کیدل سبب شوي د افغانستان په زرګونو خلک د سیمې هیوادونو ته کډوال شي .

د ملګروملتونو دغه چارواکي په افغانستان کښې د امریکا او د ناټو د شل (۲۰) کلن ماتي خوړلي پوځي شتون ته له اشارې پرته وویل د دغه هیواد د خلکو کډوالیدل ډیرو مالي سرچینو ته ضرورت لري او ممکنه ده په راتلونکو میاشتو کښې جنګونه نور  هم پسې زیات شي .

هغه وویل طالبانو تل هڅه کړي ده وښيي چې دغه ډلې ته له پام کولو پرته د افغانستان د راتلونکي انځورول به د جنګ او د ناامنۍ له دوام پرته بل هیڅ نتیجه ونلري .

په افغانستان کښې د ناامنۍ په دوام د اسټفان ډوژاریک اندیښنه په داسې حال کښې ده چې د ملګروملتونو ځینې غړي هیوادونه د کابل د حکومت د مخالفو ډلو په مالي او پوځي ملاتړ کولوسره په افغانستان کښې په ناامنیو کښې لاس لري .