ناټو په اروپا کښې د بې ثباتۍ عامل دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i102592-ناټو_په_اروپا_کښې_د_بې_ثباتۍ_عامل_دی
ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پسکوف وویل ناټو تړون په اروپا کښې د بې ثباتۍ عامل دی او په دغه لویه وچه کښې د ثبات د رامینځته کولو وس نلري .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 05, 2021 05:43 Asia/Kabul
  • ناټو په اروپا کښې د بې ثباتۍ عامل دی

ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پسکوف وویل ناټو تړون په اروپا کښې د بې ثباتۍ عامل دی او په دغه لویه وچه کښې د ثبات د رامینځته کولو وس نلري .

هغه پرون په دې خبرې سره چې د اولټیماټوم (ultimatum) په شرایطو کښې له ناټو سره خبرې امکان نلري وویل حتی له دغه تړون سره باید خبرې وشي .

دیمیتري پسکوف په جینیوا کښې د روسیې او د امریکا  د ولسمشرانو کتنې ته په اشارې سره وویل له بدغه مرغه د امریکا ولسمشر جوبایډن نشي ویلی چې له روسیې سره باید ښې اړیکې ټینګې شي .