برجام ته د امریکې په بیرته استنېدو باندې د اسپانیې ټینګار
د اسپانیې د بهرنیو چارو وزیرِ اعلان وکړ چي د استهکلم د نوښت غړي هیوادونه د ایران په ایټمي مذاکراتو کې د پرمختګ په تمه دي.
د اسپانیې د بهرنیو چارو وزیری ارانچا ګونزالس لایا د دې په بیانولو سره چي د استهکلم غړي هیوادونه د ایران په ایټمي مساله کې د معلومداره پرمختګونو په تمه کې دي، وویل: موافقې ته رسېدل یوازې په خبرو اترو ممکن دی او غړي هیوادونه له امریکې څخه تمه لري چي د برجام نړیوالي موافقې ته راستانه شي.
د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیری د موافقې تر لاسه کولو ته د هیلي په ښودلو زیاته کړه: په دې لړ کې د اروپایي اتحادیې د سیاسي مسئول جوزف بورل له هڅو ملاتړ کوو.
د برجام په هکله تر ۶ پړاونو خبرو اترو وروسته ديپلماټان تمه لري چي دغه موافقه په وروستیو اونیو کې بیا ځلي فعاله شي.
ترامپ په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په یو اړخیزه توګه د برجام له نړیوالي موافقې څخه ووتی او په ایران یې غیرقانوني بندیزونه ولګول.
د امریکې تر غیرقانوني وتلو وروسته ایران هڅه وکړه چي د دې موافقې د نورو لورو له خوا د ژمنو په پلي کېدو سره دغه موافقه وساتي لیکن اروپایي لورو د دې موافقې د ساتلو په موخه له خبرو ماسېوا هیڅ عملي اقدام نه دی تر سره کړئ.