امریکا به د افغانستان په شان له سوریې هم لاړه شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i102816-امریکا_به_د_افغانستان_په_شان_له_سوریې_هم_لاړه_شي
فارس خبري اژانس وايي د سوریې په چارو کښې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې امریکا به د افغانستان په شان له سوریې څخه هم لاړه شي د سوریې له کرد ډلو وغوښتل په واشنګټن باندې د تکیې کولو پرځاې د دمشق له حکومت سره خبرې وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 10, 2021 00:08 Asia/Kabul
  • امریکا به د افغانستان په شان له سوریې هم لاړه شي

فارس خبري اژانس وايي د سوریې په چارو کښې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې امریکا به د افغانستان په شان له سوریې څخه هم لاړه شي د سوریې له کرد ډلو وغوښتل په واشنګټن باندې د تکیې کولو پرځاې د دمشق له حکومت سره خبرې وکړي .

الکساندر لاورنتیف په دې خبرې سره چې په سوریې کښې کردان حاضردمه  له امریکا سره په ملګرتیا حساب کوي وویل امریکا دا فیصله کولای شي چې خپل پوځيان ناڅاپه له سوریې وباسي هماغه ډول چې په دغه افغانستان کښې یې دغه کار ترسره کړ .

هغه وویل عراق هم  کلک هوډ لري چې د امریکا پوځیان له خپل هیواده وباسي او که چیرې دغه کار ترسره شو د لاجیسټیکي مشکلاتو په دلیل په سوریې کښې د امریکا د پوځیانو پاتې کیدل هم په اسانۍ سره امکان نلري .

د روسیې دغه چارواکي په سوریې کښې له کردانو سره د ماسکو د تماس دوام ته په اشارې سره ټینګار وکړ د سوریې له حکومت سره د کردانو خبرې نه یوازې ضروري دي بلکې  باید د دمشق له حکومت سره معلومې موافقې او مینځنۍ حل لارې ته ورسیږي .