د افغانستان له طالبانو سره خبرې کول ضروري دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i102824-د_افغانستان_له_طالبانو_سره_خبرې_کول_ضروري_دي
فارس خبري اژانس وايي د روسیې د ولسمشر ویاند د افغانستان حالاتو او له تاجیکستان سره د افغانستان په سرحد کښې بدلونونو په کتنې سره له طالبانو ډلې سره خبرې اترې ضروري وبللې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 10, 2021 00:51 Asia/Kabul
  • د افغانستان له طالبانو سره خبرې کول ضروري دي

فارس خبري اژانس وايي د روسیې د ولسمشر ویاند د افغانستان حالاتو او له تاجیکستان سره د افغانستان په سرحد کښې بدلونونو په کتنې سره له طالبانو ډلې سره خبرې اترې ضروري وبللې .

د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پسکوف پرون له طالبانو ډلې سره د خبرو اترو د ضروري بللو په ترڅ کښې وویل ولسمشر ولادیمیر پوتین  هم له طالبانو سره  له  خبرو اترو خبر دی .

د افغانستان د طالبانو څلور(۴) کسیزه پلاوی د روسیې  له چارواکو سره د کتنې او  خبرو اترو لپاره په تیرې پنجشنبې ورځ ماسکو ته تللی دی .

دغه راز د طالبانو ډلې یوه(۱) استازي په ماسکو کښې وویل په ډیرو موردونو کښې امریکا له دغه ډلې سره په موافقې کښې لیکل شوې ژمنې تر پښو لاندې کړي دي .

د طالبانو ډلې د استازندویه پلاوي  مشر شهاب دلاور پرون په ماسکو کښې د واشنګټن لخوا د طالبانو او د امریکا ترمینځ د موافقې د مادو خلاف ورزۍ ته په اشارې سره وویل له افغانستان څخه د امریکا د پوځیانو په ایستلو کښې ځنډ راوستل ، د بندیانو خوشي کولو ته اړونده مادې ته بې پامۍ او داسې نور ډیر موردونه د امریکا د ژمنو د خلاف ورزۍ په توګه ګڼلی شو .

شهاب الدین دلاور د ماسکو په غونډې کښې د امریکا او د هغې د ملګرو لخوا د افغانستان د شل (۲۰) کلن نیواک ناوړه پایلو ته په اشارې سره وویل د واشنګټن دغه شل (۲۰) کلن نیواک د افغانستان د خلکو لپاره له ورانۍ ، وژلې ، کډوالۍ  او د هیواد دبیخ بنایانو له تباه کیدا پرته بل هیڅ نتیجه نه ده لرلي .