د روغتیا نړیوالې ادارې د افغانستان په حالاتو اندیښنه وښودله
Jul 10, 2021 01:09 Asia/Kabul
رویټرز خبري اژانس وايي د روغتیا نړیوالې ادارې د طالبانو ډلې د حملو په وجه د افغانستان په حالاتو اندیښنه څرګنده کړه .
د روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او(WHO) د بیړنیو عملیاتو د برخې مدیر ریک برینان پرون وویل دغه اداره د طالبانو ډلې لخوا د روغتیا او درملنې په مرکزونو باندې د حملو او دافغانستان د خلکو د ژغورنې وسائیلو ته د لاسرسي او د ضروري شیانو او درملو د تامینولو د حالت په خرابیدا اندیښنمنه ده .
هغه په دې خبرې سره چې راتلونکي اونۍ د مصنوعي سا اخیستلو ماشینونه یعني وینټي لیټرونه (ventilators) او د کورونا درې(۳) اعشاریه پینځه (۵) میلیونه ډوزه بشر دوستانه مرستې افغانستان ته ورځي وویل د افغانستان حالت ډیر اندیښمونکی او ناپایداره دی .
ټیګونه