د افغانستان له شمال څخه د روسیې ډیپلوماټان ووتل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i102966-د_افغانستان_له_شمال_څخه_د_روسیې_ډیپلوماټان_ووتل
فارس خبري اژانس وايي روسیې د امنیتي مسائیلو په دلیل د افغانستان له شمال څخه خپل ډیپلوماټان وویستل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 13, 2021 07:38 Asia/Kabul
  • د افغانستان له شمال څخه د روسیې ډیپلوماټان ووتل

فارس خبري اژانس وايي روسیې د امنیتي مسائیلو په دلیل د افغانستان له شمال څخه خپل ډیپلوماټان وویستل .

په افغانستان په تیره بیا په شمال کښې په بلخ ولایت کښې د امنیتي حالاتو له خرابیدا وروسته روسیې نن وویل  د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کښې یې له خپلې کنسولګرۍ څخه ډيپلوماټان ایستلي او ازبکستان ته یې انتقال کړي دي .

د افغانستان په چارو کښې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تاس خبري اژانس ته وویل د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کښې د روسیې د کنسولګرۍ ډیپلوماټان د امنیتي دلایلو په خاطر تللي دي او په موقته توګه ازبکستان ته لاړ دي .

کابلوف وویل حاضردمه په کابل کښې د روسیې ډيپلوماټانو ته کوم خطر نشته .

د هندوستان ډیپلوماټان هم تیره اونۍ له مزارشریف ښار ته وتلي وو .