روسیې امریکا ته د پوځیانو د انتقال په هکله خبرداری ورکړ
ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګي ریابکوف له افغانستان څخه د مرکزي اسیا هیوادونو ته د خپلو پوځیانو د انتقالولو په هکله امریکا ته خبرداری ورکړ .
هغه له افغانستان څخه مرکزي اسیا ته د خپلو پوځیانو د انتقالولو په هکله امریکا ته د خبرداري په ترڅ کښې وویل روسیې ته دا ډول اقدام د منلو وړ نه دی او د واشنګټن په هکله د ماسکو کړچار نه بدلیږي .
له دې مخکې د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف پرون ویلي وو په مرکزي اسیا سیمه کښې د پوځي شتون او د پوځي اډو د جوړولو لپاره د امریکا هڅه په سیمه کښې امنیت ته ځواب ورکونکی نه دی .
له افغانستانه د امریکا د ځواکونو په شرمونکي ډول وتل په داسې حال کښې دي چې په دغه هیواد کښې د واشنګټن شل (۲۰) کلن پوځي شتون د لسګونو زره مظلومو خلکو له وژل کیدا ، د بیخ بنایانو له تباه کیدا او د نشه ییزو موادو کر او تولید له زیاتیدا پرته بل هیڅ نتیجه نه ده لرلي .