چین له طالبانو وغوښتل چې له ترهه ګرو ډلوسره اړیکې وشلوي
د چین د دولتي رسنیو د راپور له مخې، ښاغلي وانګ دا څرګندونې په دوشنبې کې د تاجکستان له باندنیو چارو وزیر سراج الدین محي الدین سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وکړې.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي له طالبانو په کلکه وغوښتل چې له ټولو تروریستي ډلو سره اړیکې وشلوي، له جګړه مارۍ لاس واخلي او د افغانستان سیاسي میدان ته راشي.
د چین د دولتي رسنیو د راپور له مخې، ښاغلي وانګ دا څرګندونې په دوشنبې کې د تاجکستان له باندنیو چارو وزیر سراج الدین محي الدین سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وکړې.
ده له طالبانو په داسې حال کې له تروریستي ډلو سره د اړیکو د پرې کېدا غوښتنه وکړه چې طالبانو یوه ورځ وړاندې په یوه بیان کې وویل چې ایغورانو ته به پناه ورنه کړي.
د چین د باندنیو چارو وزیر وویل، په افغانستان کې د یوه پوځي قوت په توګه طالبان باید هغه مسوولیتونه وپېژني چې د ملت په وړاندې یې لري.