د ریپبلیکن ګوند ګواښ له داعش خطرناک دی
یني شفق ورځپاڼې راپور ورکړ د فلسطیني ولسي موسسو وویل د صهیونیسټ رژیم پوځیانو د روان میلادي کال په اوو (۷) میاشتو کښې د ښځو او د ماشومانو په شمول څه د پاسه پینځه زره (۵۰۰۰) فلسطینیان نیولي دي .
د فلسطین د نیول شویو کسانو د چارو کمیسیون ، د بندیانو ټولنې او د بندیانو د حقوقو د ملاتړ ټولنې وویل د صهیونیسټ رژيم پوځیانو د روان میلادي کال په لومړیو اوو (۷) میاشتو کښې کابو پینځه زره څلورسوه شپږویشت (۵۴۲۶) فلسطینیان نیولي دي چې پکښې اته سوه څلور پنځوس (۸۵۰) ماشومان او یوسل اوه (۱۰۷) میرمنې شاملې دي .
د فلسطین دغو ولسي موسسو ټینګار وکړ چې د روان میلادي کال په مي میاشت کښې د فلسطین تر ټولو زیات کسان نیول شوي چې شمیر یې درې زره یوسل (۳۱۰۰) کسانو ته رسیږي .
د اسرائیلو رژیم په زندانونو کښې اوس هم څلور زره اته سوه پنځوس (۴۸۵۰) بندیان شته چې پکښې یوڅلویښت (۴۱) ښځې ، دوه سوه پینځویشت (۲۲۵) کوچنیان او پینځه سوه څلویښت(۵۴۰) د پاخه عمر کسان شامل دي .