امریکا د امنیت شورا رول بیخي هیر کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i103172-امریکا_د_امنیت_شورا_رول_بیخي_هیر_کړی_دی
تاس خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا وویل په افغانستان کښې رامینځته شوي پیښې د امریکا د عملیاتو منطقي ختمیدل نه ګڼل کیږي او په دې هکله باید د ملګروملتونو د امنیت شورا دندې او مسولیت ته پام وکړو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 18, 2021 08:08 Asia/Kabul
  • امریکا د امنیت شورا رول بیخي هیر کړی دی

تاس خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا وویل په افغانستان کښې رامینځته شوي پیښې د امریکا د عملیاتو منطقي ختمیدل نه ګڼل کیږي او په دې هکله باید د ملګروملتونو د امنیت شورا دندې او مسولیت ته پام وکړو .

هغې وویل په افغانستان کښې د امریکا پوځي عملیات منطقي ختمیدل نه درلودل د دې لپاره چې دغه مسولیت د ملګروملتونو د امنیت شورا لخوا ټاکل شوی و او د دې لپاره نړیوال ائتلاف جوړ شو چې مشرۍ یې د امریکا پرغاړه وه او د ناټو غړو هیوادونو هم پکښې ګډون وکړ .

د روسیې د خارجه وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا وویل امریکا او ائتلافي هیوادونه حتی یوځل هم د ملګروملتونو امنیت شورا ته نه دي حاضر شوي او نه یې په افغانستان کښې د  خپلو اقداماتو په هکله کوم راپور وړاندی کړی دی .

له بده مرغه امریکا او د هغوې ملګرو د ملګروملتونو د امنیت شورا رول په کامل ډول هیر کړی او دوې چې هر څه غوښتل نو ترسره یې کړل .

په افغانستان کښې د امریکا شل (۲۰) کلن پوځي شتون د دغه هیواد د لسګونو زره مظلومو خلکو له وژل کیدا ، د بیخ بنایانو له تباه کیدا او د نشه ییزو توکو له زیاتیدا پرته بل هیڅ نتیجه نه ده لرلي .