د امریکا عسکرو په خپلې ماتي اعتراف وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i103300-د_امریکا_عسکرو_په_خپلې_ماتي_اعتراف_وکړ
اوا خبري اژانس وايي د امریکا پوځیانو چې د افغانستان په جنګ کښې یې ګډون درلود اعتراف وکړ په دغه هیواد کښې د دوې شل (۲۰) کلن شتون نه دی توانیدلی چې د طالبانو جرړه وچه کړي او مونږ په افغانستان کښې ماتي وخوړله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 21, 2021 23:27 Asia/Kabul
  • د امریکا عسکرو په خپلې ماتي اعتراف وکړ

اوا خبري اژانس وايي د امریکا پوځیانو چې د افغانستان په جنګ کښې یې ګډون درلود اعتراف وکړ په دغه هیواد کښې د دوې شل (۲۰) کلن شتون نه دی توانیدلی چې د طالبانو جرړه وچه کړي او مونږ په افغانستان کښې ماتي وخوړله .

د امریکا په براون پوهنتون کښې د جنګ د لګښتونو د پروژې د شمیرنو پراساس په افغانستان کښې د امریکا او هغې د متحدینو څه د پاسه درې زره او پینځه سوه (۳۵۰۰) عسکر وژل شوي دي .

د دغو شمیرنو پراساس په افغانستان کښې څه د پاسه اوه څلویښت زره(۴۷۰۰۰) ملکي وګړي او کابو شپږ شپیته زره (۶۰۰۰۰) حکومتي عسکر او پولیس وژل شوي او څه د پاسه دوه میلیونه او اوه لکه کسان کډوال شوي هم دي .

په افغانستان کښې د امریکا او د ناټو پوځي شتون د جنګونو د زیاتیدا او  د بیخ بنایانو د تباه کیدا او د ناامنۍ او د نشه ییزو موادو د کر او د تولید د ډیریدا سبب شوی دی .

امریکا همدا اوس په افغانستان کښې له شل (۲۰) کلن پوځي شتون  او ماتي خوړلي وروسته وتلو ته مجبوره شوي ده .