د افغانستان سرحد ته نږدې د روسیې پوځي پریډ وشو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i103302-د_افغانستان_سرحد_ته_نږدې_د_روسیې_پوځي_پریډ_وشو
نووستي خبري اژانس راپور ورکړ د روسیې عسکرو له افغانستان سره په نږدې سرحدي سیمو کښې د تاجیکستان په « حرب میدون» پوځي سیمه کښې پریډ ترسره کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 21, 2021 23:37 Asia/Kabul
  • د افغانستان سرحد ته نږدې د روسیې پوځي پریډ وشو

نووستي خبري اژانس راپور ورکړ د روسیې عسکرو له افغانستان سره په نږدې سرحدي سیمو کښې د تاجیکستان په « حرب میدون» پوځي سیمه کښې پریډ ترسره کړ .

د روسیې د مرکزي پوځي سیمې د قومندنۍ د مرکز مطبوعاتي دفتر وویل د یوې (۱) ګډې تاکتیکي مانورې په چوکاټ کښې د تاجیکستان په خاوره کښې دیره د یوسل دوه (۲۰۱) پوځې اډې روسیي ټانکونو په دوه زره (۲۰۰۰) کلومیټره پوځي پریډ کښې له افغانستان سره په سرحدي سیمو کښې له لیائور پوځي سیمې څخه د تاجیکستان د حرب میدون پوځي سیمې په لور حرکت وکړ .

په عین حال کښې په تاجیکستان کښې د روسیې سفیر ایګور لیاکین فرولوف د افغانستان له خاورې د احتمالي ترهګرو حملو او د ګواښونو د له مینځه وړلو لپاره په تاجیکستان کښې د ماسکو د پوځي اډې د چمتووالي خبر ورکړ .