امریکا دې له کبر او تعصبه لاس په سر شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i103528-امریکا_دې_له_کبر_او_تعصبه_لاس_په_سر_شي
 وانګ یی  د چین په ختیځ کې په تیانچین بندر کې د امریکا د خارجه وزیر له مرستیالې وینډي شرمن سره په کتنې کې ددې خبرې په ټینګارسره چې دواړه هیوادونه باید خپل اختلافات په لاښه ډول مدیریّت کړي ، خبرداری ورکړ، د چین د مرمختګ  د مخنیوي لپاره د  امریکا هڅې  په ماتې محکومې دي .  
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 27, 2021 12:05 Asia/Kabul
  •  امریکا دې له کبر او تعصبه لاس په سر شي

 وانګ یی  د چین په ختیځ کې په تیانچین بندر کې د امریکا د خارجه وزیر له مرستیالې وینډي شرمن سره په کتنې کې ددې خبرې په ټینګارسره چې دواړه هیوادونه باید خپل اختلافات په لاښه ډول مدیریّت کړي ، خبرداری ورکړ، د چین د مرمختګ  د مخنیوي لپاره د  امریکا هڅې  په ماتې محکومې دي .  

شین هوا خبری آژانس راپور ورکړد چین خارجه وزیر وانګ یی د امریکا دکبرجن خوي په باب په یولړ نیوکه کونکو څرګندونو کې وئيلي دي ، هیله مند دی چې  امریکائي لوری  له موعظې  لاس واخلي  او په یوه منطقي او عمل پال  سیاست ته بیرته وګرځي .  

 وانګ یی  د چین په ختیځ کې په تیانچین بندر کې د امریکا د خارجه وزیر له مرستیالې وینډي شرمن سره په کتنې کې ددې خبرې په ټینګارسره چې دواړه هیوادونه باید خپل اختلافات په لاښه ډول مدیریّت کړي ، خبرداری ورکړ، د چین د مرمختګ  د مخنیوي لپاره د  امریکا هڅې  په ماتې محکومې دي .  

د چین خارجه وزیر  په دوام کې همداراز د تش په نامه  بشري حقوقو د موضوع په مطرح کولو سره  د  واحد چین د حاکمیّت دخلاف ورزۍ په باب امریکائي لوري ته په خبرداری  ورکولو سره ، د ټيکنالوجۍ د منتقلولو په زمینې کې د بیجینګ  په ضد د بندیزونو او محدودیتونو دلغوه کولو غوښتنه وکړه .

د امریکا مرستیال خارجه وزیر شی فنګ  هم له دې مخکې  له ونډي شرمن سره په  خبرو کې وئيلي وو ، امریکا باید د یوه فرضي دښمن په معنا د بیجینګ  له ګڼلو لاس واخلي .  کارپيژاندي  بیجنګ ته د ونډي شرمن سفر  د امریکا  د ولسمشر جوزف بایډن او د چین د ولسمشر شي جین پینګ  دلیدو کاتو لپاره  دزمینې د برابرولوپه باب  چې ممکنه  ده په ایټالیا کې د ډي شل ډلې  په غونډې کې ترسره شي ، یو مثبت ګام ګڼي