د امام موسی کاظم عليه السلام ميلاد ټولو ته مبارک شه
نن د خالي ورځ د ذی الحجې يا لوے اختر د مياشتې شلمه نېټه د خداے د ګران رسول (ص) له پاکو اهلبېتو (ع) څخه د اوم امام، حضرت امام موسی کاظم (ع) د ميلاد ورځ ده.
امام موسی کاظم (ع) د ۱۲۸ هجري قمري کال د ذي الحجې د مياشتې په شلمه نېته د مکې معظمې او مدينې منورې ترمېنځ په الابوا کلي کښې دنيا ته تشريف راوړۀ.
هغه حضرت د خپل پلار او شپږم امام حضرت امام جعفر صادق (ع) له شهادته وروسته د مسلمانانو د مشرۍ ذمه واري په غاړه واخېسته.
هغه حضرت په علم، خاکسارۍ، زياتې صدقې ورکولو، سخاوت او بخشش کولو کښې زيات مشهور ؤ؛ امام موسی کاظم (ع) د هغو کسانو په وړاندې چې ورسره يې بدي کوله د زيات صبر او مهربانۍ په وجه په کاظم لقب ملقب شو.
هغه حضرت د خپل قدرمن پلار امام جعفر صادق (ع) د روايتونو، حديثونو، احکامو او سنتو په راغونډولو او د اسلام او تشيع د رښتينو پېروکارو د تعليم او لارښؤنه کولو سره چې د شپږم امام په تعليماتو او مجاهداتو سره يې نظم او استحکام موندلے ؤ ساتنه او پياوړتيا وکړه.
مونږ د ايران د اسلامي جمهوريت د رېډيو او ټيلي ويژن د ادارې لخوا د نړۍ ټولو مسلمانانو په تېره بيا د حضرت محمد (ص) او د هغه حضرت د پاکو اهلبېتو عليهم السلام پېروکارو او تاسو قدرمنو اورېدونکو ته د زړۀ له کومي مبارکي وايوو.د دغې اور لګېدنې له کبله تر اوسه ۳ تنه وژل شوي او ۱۲۲ نور هم ژوبل شوي دي.