امریکا افغانستان ته درې زره عسکر لیږي  
https://parstoday.ir/ps/news/world-i104202-امریکا_افغانستان_ته_درې_زره_عسکر_لیږي
انګلستان، جرمني اوفرانسې  هم  په کابل کې دخپلو سفارتونو دعملې د ویستلو لپاره  لاس په کار شوي او دوي غواړي  دخپلو سفارتونو د عملې د ویستلو لپاره  افغانستان ته  پوځي ځواک ولیږدوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 13, 2021 02:58 Asia/Kabul
  • امریکا افغانستان ته درې زره عسکر لیږي  

انګلستان، جرمني اوفرانسې  هم  په کابل کې دخپلو سفارتونو دعملې د ویستلو لپاره  لاس په کار شوي او دوي غواړي  دخپلو سفارتونو د عملې د ویستلو لپاره  افغانستان ته  پوځي ځواک ولیږدوي .

فارس خبری اژانس راپور ورکړ ، دامریکا د جنګ وزارت پنټاګان ویندوي جان کربی  وئیلي دي ،په راتلونکو څو ساعتونو کې به  په کابل کې د امریکا کابو درې زره عسکر دیره شي . 

 جان کربي  ټينګار کړی ،دغه ځواکونه به موقتي وي او د دوي ماموریت یوازې په کابل کې د امریکا دسفارت  دعملې بیرته ستنول ، دافغان ژباړنو  لپاره د ویزو د صادرولو دبهیر چټک کولو سره مرسته کول دي  او  واشنګټن اراده نه لري ، یو ځل بیا  په جنګ کې دخالت وکړ ي او دغه ځواکونه به په راتلونکو درو ورځو کې ځاي په ځاي شي د امریکا دخارجه وزارت نډپرایس  هم وئیلي دي ، په کابل کې به دامریکا دسفارت  ډيپلوماټيک فعالیتونه دوام ولري  او له طالبانوسره  خبرې روانې دي څو په کابل کې پر سفارتونو له حملو ډډه وکړي .

داپه داسې حال کې دي چې  انګلستان، جرمني اوفرانسې  هم  په کابل کې دخپلو سفارتونو دعملې د ویستلو لپاره  لاس په کار شوي او دوي غواړي  دخپلو سفارتونو د عملې د ویستلو لپاره  افغانستان ته  پوځي ځواک ولیږدوي . دوي همداراز له خپلو ښاریزو غوښتي  دي ،سملاسی دې له افغانستانه ووځي ځکه چې دغه هیواد کې پاتیکیدل له ژوند سره لوبې کول دي .