روسیه په افغانستان کې طالبان په رسمیّت نه پيژني
ضمیر کابلوف په عین حال کې دا خبره تائيد کړې چې ماسکو په افغانستان کې له انتقالي حکومت سره هر ډول ملګرتیا ته تیاره ده .
ایرناخبری آژانس راپور روکړ ،د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پرون ناوخته دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ، ماسکو تر دې دمه طالبانوډله د افغانستان د قانوني چارواکو په توګه په رسمیّت نه پيژندي .
ضمیر کابلوف په عین حال کې دا خبره تائيد کړې چې ماسکو په افغانستان کې له انتقالي حکومت سره هر ډول ملګرتیا ته تیاره ده .
په افغانستان کې د روسیې سفارت له دې مخکې وئيلي وو ،روسیه د افغانستان حالات څاري او موقتي حکومت سره هر ډول مرسته کوي . په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ، چې طالبانو ډلې په افغانستان کې ددغه هیواد او نورو هیوادونو د سفارتونو دامنیت په باب ضمانت ورکړی دی . کابلوف له دې مخکې وئيلي وو ،روسیه په کابل کې د خپل سفارت دبندولو هیڅ اراده نه لري .