ترکیه د افغانستان د کډوالو بار په غاړه نشي اخیستلی
Aug 22, 2021 23:34 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان بیګا له افغانستانه د کډوالۍ د نوي څپې د رامینځته کیدا د احتمال په هکله وویل انقره نشي کولای د کډوالو د نوي څپې بار په خپلو اوږو واخلي .
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دغه خبره د اروپا شورا له مشر چارلز میشل سره په ټیلي فوني خبرو کښې کړي ده .
د ترکیې ولسمشر وویل زمونږ هیواد د پینځه زرو (۵۰۰۰) کډوالو کوربه دی او مونږ د دې جوګه نه یوو چې د کډوالو د نوي څپې بار وزغمو .
دغه راز د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن هم په ټیلي فوني خبرو کښې د دوه اړخیزه اړیکو او د سیمه ییزو او نړیوالو مسائیلو او دغه راز د افغانستان د بدلونونو په هکله بحث وکړ .
ټیګونه