جوبایډن له افغانستانه د وتلو لپاره واضح پروګرام نلري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i104652-جوبایډن_له_افغانستانه_د_وتلو_لپاره_واضح_پروګرام_نلري
فارس خبري اژانس وايي په امریکا کښې د یوې (۱) نوي نظر سنجې پایلې د دې ښودنه کوي چې د هیواد ډیرې خلک له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو په زمینه کښې د ولسمشر جوبایډن په کړچار خپه دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 23, 2021 00:18 Asia/Kabul
  • جوبایډن له افغانستانه د وتلو لپاره واضح پروګرام نلري

فارس خبري اژانس وايي په امریکا کښې د یوې (۱) نوي نظر سنجې پایلې د دې ښودنه کوي چې د هیواد ډیرې خلک له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو په زمینه کښې د ولسمشر جوبایډن په کړچار خپه دي .

د سي بي ایس نیوز ټیلي ويژن د نوي نظر سنجې پایلې وايي د امریکا اوه شپیته (۶۷) فیصده خلک باوري دي چې ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د وتلو لپاره واضح پروګرام نلري .

په دغه نظر سنجې کښې څلورڅلویښت (۴۴) فیصده ګډون کونکي باوري دي چې له افغانستانه د امریکا د عسکرو وتل په ډیر بد ډول ترسره شوي او دیرش (۳۰) فیصدو ښاریزو  دغه وتل تر یوه (۱) حده بد وبلل .

له تیرو څو اونیو راهسې د امریکا ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د امریکا د عسکرو په ویرې سره  د ایستلو په وجه له زیاتیدونکو نیوکو سره مخ دی .

د امریکا اکثره خلک په افغانستان کښې د واشنګټن د پوځي ماموریت په هکله د ولسمشر جوبایډن د کړچار په  څرنګوالي خپه دي .

امریکا ، ناټو او د دوې ملګري هیوادونه له  خپل ماتي خوړلي شل (۲۰) کلن پوځي شتون وروسته په داسې حال کښې له افغانستانه وځي چې دغه لشکر کشۍ په افغانستان کښې د ترهګرۍ د  جنګ د تاوتریخوالي ، بې ثباتۍ او د ناامنۍ له زیاتیدا او د لسګونو زره خلکو له وژل کیدا پرته بله هیڅ ګټه نه ده لرلي .