جوبایډن له افغانستانه د وتلو لپاره واضح پروګرام نلري
فارس خبري اژانس وايي په امریکا کښې د یوې (۱) نوي نظر سنجې پایلې د دې ښودنه کوي چې د هیواد ډیرې خلک له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو په زمینه کښې د ولسمشر جوبایډن په کړچار خپه دي .
د سي بي ایس نیوز ټیلي ويژن د نوي نظر سنجې پایلې وايي د امریکا اوه شپیته (۶۷) فیصده خلک باوري دي چې ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د وتلو لپاره واضح پروګرام نلري .
په دغه نظر سنجې کښې څلورڅلویښت (۴۴) فیصده ګډون کونکي باوري دي چې له افغانستانه د امریکا د عسکرو وتل په ډیر بد ډول ترسره شوي او دیرش (۳۰) فیصدو ښاریزو دغه وتل تر یوه (۱) حده بد وبلل .
له تیرو څو اونیو راهسې د امریکا ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د امریکا د عسکرو په ویرې سره د ایستلو په وجه له زیاتیدونکو نیوکو سره مخ دی .
د امریکا اکثره خلک په افغانستان کښې د واشنګټن د پوځي ماموریت په هکله د ولسمشر جوبایډن د کړچار په څرنګوالي خپه دي .
امریکا ، ناټو او د دوې ملګري هیوادونه له خپل ماتي خوړلي شل (۲۰) کلن پوځي شتون وروسته په داسې حال کښې له افغانستانه وځي چې دغه لشکر کشۍ په افغانستان کښې د ترهګرۍ د جنګ د تاوتریخوالي ، بې ثباتۍ او د ناامنۍ له زیاتیدا او د لسګونو زره خلکو له وژل کیدا پرته بله هیڅ ګټه نه ده لرلي .