روسیې د افغانستان زرو ښاریزو ته د ورتلو اجازه ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i104774-روسیې_د_افغانستان_زرو_ښاریزو_ته_د_ورتلو_اجازه_ورکړه
د روسیې خبري اژانس راپور ورکړی ماسکو د افغانستان زرو (۱۰۰۰) ښاریزو ته چې د روسیې پاسپورټونه ورسره دي او هلته د وسیدا حق لري ماسکو ته د ورتلو اجازه ورکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 26, 2021 03:13 Asia/Kabul
  • روسیې د افغانستان زرو ښاریزو ته د ورتلو اجازه ورکړه

د روسیې خبري اژانس راپور ورکړی ماسکو د افغانستان زرو (۱۰۰۰) ښاریزو ته چې د روسیې پاسپورټونه ورسره دي او هلته د وسیدا حق لري ماسکو ته د ورتلو اجازه ورکړه .

له دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي وو چې ماسکو به په افغانستان کښې خپل پوځیان دیره نکړي .

پوتین ویلي روسیه د افغانستان په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې هیڅ اراده نلري .

د روسیې ولسمشر وویل مونږ د پخواني شوروي له ماتي څخه درس اخیستی دی .

له بلې خوا چین په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنیدا څخه مخکې په دغه هیواد کښې له دیره خارجي عسکرو د احتساب  غوښتنه کړي ده .

د ملګروملتونو په بشري حقوقو شورا کښې د چین سفیر وویل د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ په وجه د امریکا د بریتانیا او د اسټرالیا په شمول د نورو خارجي عسکرو باید احتساب وشي .

بل خبر دا چې د افغانستان طالبانو د کابل د هوايي ډګر د چلولو لپاره له ترکیې څخه مرسته غوښتي ده .

ویل کیږي چې د افغانستان طالبانو د کابل د هوايي ډګر د اداره کولو لپاره له ترکیې څخه فني مرسته غوښتي ده .

د ترکیې چارواکو دغه راز وویل طالبانو ټینګار کړی دی چې د ترکیې پوځیان هم باید د اګست د میاشتې تر یودیرشمې (۳۱)نیټې پورې له افغانستانه ووځي .

د طالبانو د مشروطې غوښتنې منل د ترکیې د چارواکو لپاره سخته فیصله ده .