پنتاګون: د کابل د هوايي ډګر مخته یوه انتحاری حمله شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i104830-پنتاګون_د_کابل_د_هوايي_ډګر_مخته_یوه_انتحاری_حمله_شوی
د پنتاګون خبري غونډې ته د دفاع وزارت ویندوی جان کربي وویل چې د نورو حملو ډېر احتمال لیدل کېږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2021 03:04 Asia/Kabul
  • پنتاګون: د کابل د هوايي ډګر مخته یوه انتحاری حمله شوی

د پنتاګون خبري غونډې ته د دفاع وزارت ویندوی جان کربي وویل چې د نورو حملو ډېر احتمال لیدل کېږي.

 

مخکې ویل شوي وو چې په برید کې دوو انتحاریانو برخه لرله.

د امریکا د پوځ یوه ډګرجنرال ټایلر وویل، پنتاګون غواړي چې دا په پراخه پیمانه خپور شوی راپور تصحیح کړي چې دوهمه انتحاري حمله باران هوټل ته نژدې شوې ده خو دا خبره سمه نه ده.

په لومړي سر کې د پینتاګون ویندوی جان کربي پر خپله ټویټرپاڼه دوهمه چاودنه تایید کړې وه.

جنرال ټایلر وویل، نه پوهېږي چې دا راپور څرنګه او چا د پنتاګون ویندوی ته ورکړی و خو د وضعیت پېچلتیا ته په کتو دا ډول تېروتنې کېدای شي.

ټایلر دا هم تایید کړه چې په حمله کې ۱۳ امریکايي پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

له بلې خوا اې بي سي نیوز وايي چې ۱۷۰ افغان ملکیان وژل شوي چې اکثره یې تراوسه پورې پېژندل شوي نه دي.

په دې انتحاري برید کې اکثره ژوبل شوي امریکايي پوځیان په الوتکه کې له افغانستان څخه جرمني ته وړل شوي چې هلته یې د امریکايي پوځیانو د اډې په روغتون کې درملنه وشي.