د امریکا د شل کلن شتون نتیجه ماتي او غمیزه ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i105056-د_امریکا_د_شل_کلن_شتون_نتیجه_ماتي_او_غمیزه_ده
نووستي خبري اژانس وايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل امریکا په تیرو شلو (۲۰)کلونو کښې هڅه وکړه خپل معیارونه په افغانستان وروتپي خو نتیجه یې ماتي او غمیزه وه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 02, 2021 00:19 Asia/Kabul
  • د امریکا د شل کلن شتون نتیجه ماتي او غمیزه ده

نووستي خبري اژانس وايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل امریکا په تیرو شلو (۲۰)کلونو کښې هڅه وکړه خپل معیارونه په افغانستان وروتپي خو نتیجه یې ماتي او غمیزه وه .

ولادیمیر پوتین پرون وویل د افغانستان تاریخ ، کلتور، ادابو او واکمنو رسمونو ته له پام کولو پرته د دغه هیواد په خلکو باندې د خپلو معیارونو د ورتپلو لپاره د امریکا شل (۲۰) کلنه هڅه د واشنګټن لپاره ماتي او د افغانستان د خلکو لپاره غمیزه ده .

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په افغانستان کښې د رامینځته شویو پیښو د دلایلو په هکله ټینګار وکړ که چیرې کوم هیواد له بل هیواد سره د مرستې اراده لري باید په متمدن ډول دغه کار ترسره کړي او دغه کار  په زور او ورتپلو سره نه کیږي .

د افغانستان اکثره خلک د هیواد اوسني حالات د امریکا د ماتي  خوړلي سیاست له کبله ګڼي .

دغه راز د روسیې د خارجه وزیر مرستیال ایګور مرګولوف هم  وویل لیرې ښکاري داعش ډله په اوسنیو شرایطو کښې وسلې په ځمکه کیږدوي او په افغانستان کښې ترهګر ګواښ اوس هم شته .

هغه پرون په یوې(۱) مرکې کښې وویل په افغانستان کښې ترهګر ګواښ اوس هم شته او د کابل په هوايي ډګر کښې د داعش ډلې ترهګر عملیات د افغانستان د شرایطو د ګډوډیدا مهم عامل دی .

مرګولوف وویل روسیه د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته د کډوالو په جامه کښې د ترهګرو ډلو د تلو راتلو خبره نه ردوي .

د روسیې د خارجه وزیر مرستیال په پاې کښې وویل امریکا د کابل د تجارتي الوتونو د له سره پیلولو لپاره د چین او د پاکستان د مشرانو په ګډون سره د درې(۳) اړخیزه غونډې د ترسره کولو هڅه کوي .