د امریکا د شل کلن شتون نتیجه ماتي او غمیزه ده
نووستي خبري اژانس وايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل امریکا په تیرو شلو (۲۰)کلونو کښې هڅه وکړه خپل معیارونه په افغانستان وروتپي خو نتیجه یې ماتي او غمیزه وه .
ولادیمیر پوتین پرون وویل د افغانستان تاریخ ، کلتور، ادابو او واکمنو رسمونو ته له پام کولو پرته د دغه هیواد په خلکو باندې د خپلو معیارونو د ورتپلو لپاره د امریکا شل (۲۰) کلنه هڅه د واشنګټن لپاره ماتي او د افغانستان د خلکو لپاره غمیزه ده .
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په افغانستان کښې د رامینځته شویو پیښو د دلایلو په هکله ټینګار وکړ که چیرې کوم هیواد له بل هیواد سره د مرستې اراده لري باید په متمدن ډول دغه کار ترسره کړي او دغه کار په زور او ورتپلو سره نه کیږي .
د افغانستان اکثره خلک د هیواد اوسني حالات د امریکا د ماتي خوړلي سیاست له کبله ګڼي .
دغه راز د روسیې د خارجه وزیر مرستیال ایګور مرګولوف هم وویل لیرې ښکاري داعش ډله په اوسنیو شرایطو کښې وسلې په ځمکه کیږدوي او په افغانستان کښې ترهګر ګواښ اوس هم شته .
هغه پرون په یوې(۱) مرکې کښې وویل په افغانستان کښې ترهګر ګواښ اوس هم شته او د کابل په هوايي ډګر کښې د داعش ډلې ترهګر عملیات د افغانستان د شرایطو د ګډوډیدا مهم عامل دی .
مرګولوف وویل روسیه د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته د کډوالو په جامه کښې د ترهګرو ډلو د تلو راتلو خبره نه ردوي .
د روسیې د خارجه وزیر مرستیال په پاې کښې وویل امریکا د کابل د تجارتي الوتونو د له سره پیلولو لپاره د چین او د پاکستان د مشرانو په ګډون سره د درې(۳) اړخیزه غونډې د ترسره کولو هڅه کوي .