ولایتي د سید علي ګیلاني د وفات کیدو تسلیت ویلی
د اسلامي بیدارۍ د نړیوالې ټولنې عمومي منشي بیګا په یو پیغام کښې د جمو او کشمیر د سیاسي شخصیت سید علي ګیلاني د مړینې په هکله تسلیت او تعزیت ویلی دی
د اسلامي بیدارۍ د نړیوالې ټولنې عمومي منشي بیګا په یو پیغام کښې د جمو او کشمیر د سیاسي شخصیت سید علي ګیلاني د مړینې په هکله تسلیت او تعزیت ویلی دی
د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې علي اکبر ولایتي په دغه پيغام کښې ولیکل: د جمو او کشمیر د یو مشهور سیاسي شخصیت او متقي مجاهد ارواښاد ګیلاني مړینه چې د اوږدې مودې له جهاد او مبارزې او د ۱۱ کاله نظربندۍ له زغملو وروسته په حق ورسیده، د خواشینۍ لامل ده.
هغه د جمو او کشمیر ولس ته او د ارواښاد ګیلاني کورنۍ او مینه والو ته د دې ستر غم تسلیت او تعزیت ووایه او له متعال خدای څخه یې د هغه د درجو د لوړولو دعا وکړه.
د ویلو ده چې د کشمیر حریت کانفرنس له مشرانو څخه سید علي ګیلاني د تیرې اونۍ د زیارت په شپه د ناروغۍ له امله په ۹۲ کلنۍ کښې د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر په سرینګر ښار کښې وفات شوی دی.
هغه په جمو او کشمیر کښې د هندوستان د پوځي شتون سخت مخالف و او په هم دې وجه له تیرو ۱۱ کلونو راهیسې په کور کښې نظربند و.