بریتانیا به په افغانستان باندې د بې پایلوټه الوتکو بریدونه وکړي
فارس خبري اژانس وايي د بریتانیا دفاع وزیر بن ولاس وویل که چیرې طالبان ونه توانیږي په افغانستان کښې د ترهګرو ډلو د پیاوړي کیدا مخه ونیسي لندن به په افغانستان باندې د بې پایلوټه الوتکو د حملو چمتووالی ولري .
بن ولاس پرون دغه پوښتنې ته په ځواب کښې چې ایا له افغانستانه د بهرنیو هیوادونو د عسکرو له وتلو وروسته ترهګر ګواښونه زیات شوي دي وویل د دوه زره لومړي(۲۰۰۱) میلادي کال د سپتمبر د میاشتې د یولسمې (۱۱) نیټې له حملو وروسته ترهګر ګواښونه نړیوال شوي دي خو حاضردمه د هغه وخت په اندازه متمرکز نه دي .
د بریتانیا دفاع وزیر بن والاس دې ته په اشارې سره چې په راتلونکي کښې د دوه زره لومړي (۲۰۰۱)میلادي کال حملو ته د ورته بریدونو احتمال نشته وویل مو یقیننا داسې ډلې او کسان ګورو چې د ترهګرو حملو د ترسره کولو پوهه لري او یوشمیر کسان د دغو حملو د ترسره کولو لپاره له یوبل سره په ارتباط کښې دي .
بریتانیا له افغانستانه د خارجي عسکرو د وتلو لپاره د اګست د یویرشمې (۳۱) نیټې د الټي میټم له ختمیدا مخکې په کابل باندې د طالبانو له کنټرول وروسته په څوارلسو (۱۴) ورځو کښې پینځه زره (۵۰۰۰) کسان له افغانستانه وویستل خو د لومړي وزیر بوریس جانسن حکومت په افغانستان کښې د خپل هیواد د یوشمیر ښاریزو او د هغوې د افغانستاني ملګرو په خپل حال د پریښودو په وجه له سختې نیوکې سره مخ دی .
امریکا ، انګلستان، ناټو او ددوې ملګري هیوادونه په داسې حال کښې له افغانستان څخه ووتل چې دغه لښکر کشۍ د دغه هیواد د خلکو لپاره د جنګ ، ترهګرۍ ، تاوتریخوالي ، د نشه ییزو موادو د تولید او قاچاق او د بې ثباتۍ او د ناامنۍ له زیاتیدا پرته بل هیڅ نتیجه او ګټه نه ده لرلي .
د افغانستان ډیر خلک د خپل هیواد اوسنی حالت د امریکا د ماتي خوړلیو سیاستونو له کبله ګڼي .