د IAEA  مشر به ډير زر ایران ته په سفر راشي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i105506-د_iaea_مشر_به_ډير_زر_ایران_ته_په_سفر_راشي
امریکا او درې اروپائي هیوادونه  تر دې دمه  دایران په ضد دآژانس  په واکمنې شورا کې  د پریکړه لیک د صادرولو لپاره  کومې فیصلې ته نه دي رسیدلي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 11, 2021 03:03 Asia/Kabul
  • د IAEA  مشر به ډير زر ایران ته په سفر راشي

امریکا او درې اروپائي هیوادونه  تر دې دمه  دایران په ضد دآژانس  په واکمنې شورا کې  د پریکړه لیک د صادرولو لپاره  کومې فیصلې ته نه دي رسیدلي .

 فارس خبری آژانس راپور ورکړ ، دامریکا وال سټریټ ژورنال  ورځپاڼې  بیګا  ادع کړې ده ،   د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس  مشر  رافائل ګروسي  به په زیات احتمال سره  په راتلونکو ورځو کې  ایران ته سفر وکړي .

 په دغه راپور   کې وئیل شوي دي ،ګروسي  به په زیات احتمال سره  د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس د واکمنې شورا له غونډې مخکې د اسلامی جمهوریت له  چارواکوسره  د خبرواترو لپاره د ایران   ته ران ته سفر وکړي . 

 دغه راپور  په پاریس کې د یوې سرچینې له قوله  وائي ،  چې امریکا او درې اروپائي هیوادونه  تر دې دمه  دایران په ضد دآژانس  په واکمنې شورا کې  د پریکړه لیک د صادرولو لپاره  کومې فیصلې ته نه دي رسیدلي .

 د را پورونو په اساس،  د آژآنس عمومی مدیر ، به  د آژانس د واکمنې شورا په ورپسې غونډې کې چې د  ستمبر له دیارلسمې تر اولسمې نیټې پورې ترسره کیږي ، درست غړي ،له ایران سره ددغه اورګان دملګرتیا د تر ټولو وروستیو حالاتو  خبر کړي . 

له دې مخکې  د امریکا بلومبرګ چینل د څو لویدیځي چارواکو له قوله راپور ورکړی ؤ  چې  د آژانس مشر  په ویانا کې په ستمبر میاشت کې د  آژانس له عمومي ناشتې مخکې د ایران دایټمي انرژۍ  د ادارې له نوي مشر محمد اسلامی سره په کتنې پسې دی .